قوم د ترهه ګرۍ غیر ملکی پراکیسز په ضد يو موټې دې۔وزیراعظم شهباز شریف

بنوں 13 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د دې خبرې پخلے كړې چې ټول قوم د پاکستان بهادرو وسله والو سره د ترهه ګرۍ او غیر ملکی پراکسیز او په خاص توګه د هند په سرپرستۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې تخریبی هلو ځلو كښې ككړ عناصرو په ضد يو موټې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د بنوں دورے په موقع سی ایم ایچ …

بنوں 13 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د دې خبرې پخلے كړې چې ټول قوم د پاکستان بهادرو وسله والو سره د ترهه ګرۍ او غیر ملکی پراکسیز او په خاص توګه د هند په سرپرستۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې تخریبی هلو ځلو كښې ككړ عناصرو په ضد يو موټې دې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د بنوں دورے په موقع سی ایم ایچ كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنې په موقع میډیا سره خبرو كښې وكړه۔وزیرِاعظم د فیلډ مارشل سید عاصم منیر او پېښور كور کمانډر سره د ژوبل پوځي ځوانانو حوصلے، لوړ عزم او قومی خدمت جذبه وستائله او د هغوې ځانګړي خدمات ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړي۔دې څخه وړاندې وزیرِاعظم شهباز د شهيد شويو پوځي ځوانانو د جنازې په لمونځ كښې ګډون وكړو او هغوي ئې د قوم حقیقی هیروز‘ ګرځولو سره لوظ وكړو چې د دوي قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔په دې موقع په خپله وينا كښې ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د ټولو ګاونډي هېوادونو پشمول افغانستان سره امناكه اړيكو خوښي لري۔خو ده د افغانستان په عبوري حکومت زور راوړو چې دا ښكاره پريكړه وكړي چې هغوې د پاکستان سره ښه اړيكې غواړي يا د فتنه الخوارج ملګرتيا كول غواړي۔ده ووئيل کالعدم ټي ټي پي او فتنه الخوارج په بے ګناه وګړو او زمونږ په امنيتي ځواكونو د بريدونو ذمه وار دي۔داسې دښمن عناصرو له به د پاکستان امن ته زيان رسولو اجازه چرې هم ورنه كړې شي۔وزیراعظم شهباز شریف په دې خبره زور راوړو چې قومی پرمختګ او سوكالي نيغ په نيغه امن او استحكام سره تعلق لري۔ده پخلے وكړو چې د پاکستان د شهيدانو قربانۍ به عمر له عزت و تکریم سره ياد ساتلے شي او د هغوي مشن به روان وي۔ده دا هم اعلان وكړو چې د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره به د وفاقی کابینې يوه مهمه غونډه ډير زر رابللې شي۔ده ووئيل د پاکستان دښمن خپله نظریه په مونږ نه شي مسلط كولې۔مونږ به بشپړه قوت سره هغوې له ماتې وركوو۔دې څخه وړاندې سی ایم ایچ بنوں ته په رسيدو فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د پېښور کور کمانډر د وزیراعظم هركلے وكړو۔ وزیراعظم شهباز شریف ته سيمه كښې په امنيتي منظرنامے، پشمول فتنه الخوارج، د هند په سرپرستۍ كښې كار كونكو پراکسیز او لويديزي پولې پورې غاړه سرګرم د هغوي سهولت کارو په اړه بریفنګ وركړې شو۔ده ووئيل داسې دښمن عناصرو له به چرې هم په بے ګناه وګړو او امنيتي ځواكونو د بريدونو اجازه ور نه كړې شي۔

مزید خبریں