د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د اسرائيل د بربريت غندنه وكړه

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د خالي په ورځ د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو سفاکانه طرز عمل سخته غندنه كړي۔ده ووئيل اسرائيل نن په نړۍ كښې يواحې شوې دغسې نيتن ياهو پخپله يو بے رحم او جابر شخصيت ثابت شوې چا چې په بے ګناه وګړو بمباري کولو سره د انسانيت په ضد كار كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د قطر په …

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د خالي په ورځ د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو سفاکانه طرز عمل سخته غندنه كړي۔ده ووئيل اسرائيل نن په نړۍ كښې يواحې شوې دغسې نيتن ياهو پخپله يو بے رحم او جابر شخصيت ثابت شوې چا چې په بے ګناه وګړو بمباري کولو سره د انسانيت په ضد كار كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د قطر په ضد د اسرائيل جارحيت د افسوس وړ دے او قطر په يو كال كښې دې ډول بريدونو سره مخ شوې 5م اسلامي هېواد دے كوم چې د ټولو مسلمانانو او عرب هېوادونو لپاره د تشويش وړ صورتحال دے۔په ايکس خپل پوسټ كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان په دې خبره زور راوړو چې تر څو اسلامي هېوادونه تقسيم وي هر يو داسي په نښه كيدے شي دغسې كه اسلامي هېوادونه يو موټې شي نو سباؤن كښې اسرائيل چرې هم د داسې ظلمونو جرات نه شي كولې۔

مزید خبریں