سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د قصور سيكټر او جلال پور پير والا ملتان كښې د فلډ ريليف كيمپس دوره،د مرستي هلو ځلو جاج ئې واخست۔آئي اېس پي آر

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات قصور سيكټر او جلال پور پير والا ملتان كښې د فلډ ريليف كيمپس دوره وكړه،ده د سېلاب په موجوده صورتحال او د مرستي هلو جاج ئې واخست۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې سرلښكر قصور او ملتان سېلاب ځپليو سيمو …

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير نشان امتياز (ملټري)، هلال جرات قصور سيكټر او جلال پور پير والا ملتان كښې د فلډ ريليف كيمپس دوره وكړه،ده د سېلاب په موجوده صورتحال او د مرستي هلو جاج ئې واخست۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي (آئي اېس پي آر) د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې سرلښكر قصور او ملتان سېلاب ځپليو سيمو دوره د سول انتظاميې او پاك پوځ ترمينځه د همغږۍ زياتولو لپاره كړې دغسې چې ځپليو آبادو لپاره كوټلي مرسته باوري كړې شي۔په دې موقع د پنجاب چيف سيكرټري او سول انتظاميې نور اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔د دورې په مهال سرلښكر ته سېلاب ځپليو سيمو كښې د بچاؤ او مرستي كارروائيو په اړه په موجوده صورتحال تفصيلي بريفنګ وركرې شو۔د سول انتظاميې سره خبرو كښې ده د ګډ ګورننس او په اولسي خدمت اډانه پرمختګ په اهميت زور راوړو۔ده د سېلاب له امله شوي تباه كارو څخه د اولس تحفظ لپاره پكار بنيادي ډھانچے پرمختګ پشمول د نورو ضروري اقداماتو تندولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل رياست هر كال د قيمتي ځاني زيان او املاك د زيان متحمل كيدے نشي۔ده د سېلاب له امله ځپلې شوي كميونټيز ته پېښو چيلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې سول ملټري هڅو اهميت رامخې ته كولو سره اولسي ښېګړے لپاره ټول اقدامات معاونت لپاره د پاك پوځ د غير متزلزل عزم پخلے وكړو۔سرلښكر د پاك پوځ او سول انتظاميې د اړخه سېلاب څخه ريسكيو كړې شوي سېلاب ځپليو سره خبرو په مهال د هغوي آباد كارۍ او بحالۍ كښې د مرستي باور وركړو۔سرلښكر د مرستي كارروائيو كښې بوښت پوځي ځوانانو، ريسكيو 1122 او پوليس اهلكارو سره ملاقات هم وكړو۔ده په دې سخت وخت كښې د قوم خدمت لپاره د هغوي لوړي حوصلے ، آپريشنل تياري او ثابت قدمي وستائله۔ده د وګړو په وخت ريليف او مرستي لپاره سول انتظاميې سره نزدې رابطو په اړه د هغوي 24 ساعته هڅي وستائلي۔سرلښكر د زيان صورتحال او رواني مرستي هلو ځلو جاج اخستلو له د لاهور، قصور ، ملتان او جلال پور پير والا سره سره د سېلاب ځپليو سيمو فضائي معائنه هم وكړه۔دې څخه وړاندې سېلاب ځپليو سيمو ته په رسيدو د لاهور او ملتان كور كمانډرانو د فيلډ مارشل هركلے وكړو۔

مزید خبریں