چینګدو 12 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د چین سرکاری دورې په پېل د جمعې په ورځ چینګدو ته رسيدلے دے، د چینګدو شوانګلیو په نړيوال هوائي ميدان د چین نائب خارجه وزير سن ویدونګ او سیچوان صوبې نائب ګورنر هوانګ رویکسوے د صدر مملکت تود هركلے وكړو۔ چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمی او د چین په پاکستان كښې سفیر جیانګ زیدونګ هم د …
صدر مملکت آصف علی زرداری د چین د سرکاری دورې په پيل چینګدو ته ورسيد

مزید خبریں
چینګدو 12 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علی زرداری د چین سرکاری دورې په پېل د جمعې په ورځ چینګدو ته رسيدلے دے، د چینګدو شوانګلیو په نړيوال هوائي ميدان د چین نائب خارجه وزير سن ویدونګ او سیچوان صوبې نائب ګورنر هوانګ رویکسوے د صدر مملکت تود هركلے وكړو۔ چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمی او د چین په پاکستان كښې سفیر جیانګ زیدونګ هم د صدر مملکت هركلي له موجود وو۔د ایوان صدر پرېس ونګ جاري شوې بيان له مخې د دورې په مهال به صدر مملکت آصف علی زرداری د چین قیادت او اعلیٰ چارواكو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به د پاکستان-چین اړيكو لا قوي كولو،بېلو څانګو كښې مرسته او آل ویدر سټریټیجکي کوآپریټو پارټنرشپ ترمخه شريك مقصدونو په پیش رفت د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔







