په قطر اسرائيلي جارحيت زيات پارونكے ٬ د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده: د خارجه دفتر وياند پريس بريفنګ

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) پاکستان د ورور هېواد قطر په ضد د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا بريد زيات پارونكے او د قطر د خپلواكۍ سره سره د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د بېن الرياستي اړيكو د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په پرېس بريفنګ كښې …

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) پاکستان د ورور هېواد قطر په ضد د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي دي چې دا بريد زيات پارونكے او د قطر د خپلواكۍ سره سره د نړيوال قانون ٬ د ملګرو ملتونو د چارټر او د بېن الرياستي اړيكو د اصولو ښكاره خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د جمعې په ورځ په پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاكستان د دې غېر قانوني جارحيت په ضد قطر سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي ٬ د اسرائيل لخوا دا كارروائي د نړيوال امن او سلامتيا له پامه غورځولو او د منطقې امن غېر مستحكمولو پالېسۍ يو بل مثال دے۔ وياند ووئيل پاكستان وئيلي دي چې نړيواله ورورولي بايد دا ډول استثنی برداشت نه كړي۔ ده ووئيل مونږ د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په ملاتړ كښې د خپل اصولي دريځ توثيق كوو او نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې هغه دې اسرائيل ځواب وركوونكے وګرځوي۔ وياند ووئيل چې پاكستان د قومي خپلواكۍ او سلامتيا په دفاع كښې ورور اولس او د قطر مشرتابه سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په دوحه د اسرائيلي بريد په تناظر كښې د قطر اولس او مشرتابه سره د يووالي څرګندونې له تېره ورځ د قطر سركاري دوره وكړه۔ شفقت علي خان ووئيل چې وزيراعظم په 9 ستمبر په دوحه د اسرائيلي بريد سخته غندنه كولو سره دا د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ ده قطري مشرتابه ته د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې په منځني ختيز كښې به د اسرائيلي جارحيت مخه نيول وي او اسلامي نړۍ له به د اسرائيلي پارونكو كارروائيو په مقابله كښی يو موټے كېدل وي۔وياند ووئيل چې د قطر په خواست پاكستان د منځني ختيز په صورتحال غور لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بېړنۍ غوندې رابللو خواست كړے ؤ۔ ده په 15 ستمبر د غېر معمولي عرب سرمشريزې غونډې كوربتوب لباره د قطر پرېكړه هم خوشبينه ګرځولې ده۔

مزید خبریں