د پاکستان په مقبوضه جموو کشمیر كښې د انسانی حقونو په سختو خلاف ورزو د تشویش څرګندونه

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان په جمو و کشمیر كښې د انسانی حقونو په سختو خلاف ورزو د تشویش څرګندونه کولو سره وئيلي چې مقبوضه سيمه كښې وګړي د هندي چارواكو بېل جابرانه اقدامات سره مخ دي۔د خارجه دفتر وياند شفقت علی خان د جمعې په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل نوموړي کشمیری لارښود شبیر احمد شاہ ٬ د چا چې په دې وروستيو كښې د کېنسر …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان په جمو و کشمیر كښې د انسانی حقونو په سختو خلاف ورزو د تشویش څرګندونه کولو سره وئيلي چې مقبوضه سيمه كښې وګړي د هندي چارواكو بېل جابرانه اقدامات سره مخ دي۔د خارجه دفتر وياند شفقت علی خان د جمعې په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل نوموړي کشمیری لارښود شبیر احمد شاہ ٬ د چا چې په دې وروستيو كښې د کېنسر تشخیص شوے، ته ضمانت وركولو څخه يو ځل بيا انکار شوے دے۔ وياند ووئيل دوه اوونۍ وړاندې قابض چارواكو د فلاح عام ټرسټ د سيوري لاندې 215 نجی سکولونه په خپله قبضه كښې د اخستلو پريكړه كړې۔ده ووئيل دا ډول اقدامات د هندي چارواكو د سنګین طرز عمل ښكاره څرګندونه ده۔وياند په هندي چارواكو زور راوړو چې د کشمیریانو بنیادی حقونو او آزادو احترام وكړي او هغوي له خپل ناقابل تنسیخ د خپلواكۍ حق وركړي د كوم لوظ چې د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو كښې شوې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې شبیر احمد شاہ او نور ګڼ شمير کشمیری سیاسی بنديوان دې خوشې كړې شي۔

مزید خبریں