په دې سخت وخت كښې به يو موټې كيدو سره د سېلاب ځپليو خذمت کول وي۔عبدالعلیم خان

ملتان 12 ستمبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي په دې سخت وخت كښې به يو موټې كيدو سره د سېلاب ځپليو خذمت کول وي، د وګړو د ځان او مال حفاظت ته خاص پام لرنه كوو۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ جلال پور پیر والا كښې د سېلاب ځپليو سيمو دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د مواصلاتو وفاقی وزیر …

ملتان 12 ستمبر (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقی وزیر عبدالعلیم خان وئيلي دي په دې سخت وخت كښې به يو موټې كيدو سره د سېلاب ځپليو خذمت کول وي، د وګړو د ځان او مال حفاظت ته خاص پام لرنه كوو۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ جلال پور پیر والا كښې د سېلاب ځپليو سيمو دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د مواصلاتو وفاقی وزیر په ګيلاني هائی وے د بریچنګ پوائنټ او جلال پور پیر والا عارضی بند معائنه وكړه۔انتظامیې هغه له په موجوده صورتحال بریفنګ وركړو او هغه يۍ د ریسکیو او ریلیف کارونو په اړه خبر كړو۔ عبدالعلیم خان ووئيل این اېچ اے چمتو ده او انتظامیې سره نزدی رابطه لري،د وګړو حفاظت لپاره اېن اېچ اے د بند ماتولو پرېكړه كړې۔ ده ووئيل سېلابی صورتحال غیر متوقع ؤ، ټولي ادارې آن بورډ دي،په دې مشکل وخت كښې به مونږ ټولو له يو موټې كيدل وي۔دې نه پس د مواصلاتو وفاقی وزیر په ګورنمنټ ګرلز هائی سکول كښې د عارضی خېمه بستۍ دوره وكړه و ځپليو لپاره د روانو هلو ځلو جاج ئې واخست۔ په دې مهال د مواصلاتو وفاقی سېکرټری او سینئر چارواكي هم عبدالعلیم خان سره وو۔

مزید خبریں