د سنګاپور پاكستان كښې سېلاب ځپليو لپاره د 50 زره ډالر مرستې اعلان

سنګاپور12ستمبر(اے پی پی)سنګاپور پاكستان كښې د اوسني سېلاب ځپليو لپاره د 50 زره امريكائي ډالرو بشري مرستې اعلان كړې دې۔ د سنګاپور خارجه وزارت وياند له مخې د حكومت لخوا به دا رقم د سنګاپور ريډ كراس (ايس آر سي)فنډ ريزنګ كمپائن لپاره د "سيډمني"په توګه وركولې شي كوم چې تېره اونۍ پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره پېل كړے شوے و۔ اېس آر سي پخپله هم د 50 …

سنګاپور12ستمبر(اے پی پی)سنګاپور پاكستان كښې د اوسني سېلاب ځپليو لپاره د 50 زره امريكائي ډالرو بشري مرستې اعلان كړې دې۔ د سنګاپور خارجه وزارت وياند له مخې د حكومت لخوا به دا رقم د سنګاپور ريډ كراس (ايس آر سي)فنډ ريزنګ كمپائن لپاره د “سيډمني”په توګه وركولې شي كوم چې تېره اونۍ پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره پېل كړے شوے و۔ اېس آر سي پخپله هم د 50 زره سنګاپورين ډالر وركولو اعلان كړې دغسې چې په سمدستي توګه بشري ضرورت ترسره كړے شي۔ خارجه وزارت وئېلي دي چې د سنګاپور حكومت شراكت به د ايس آر سي 50 زره سنګاپورين ډالر مرستې عهد ته لا تقويت وركړي دغسې چې د ځپليو وګړو ضرورت ترسره كړې شي۔ خارجه وزارت وئېلي دي چې سنګاپور ځپليو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كوي۔

مزید خبریں