د نائب وزیراعظم سینیټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پومبې فصل په اړه غونډه

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پومبې فصل په اړه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د نائب وزیراعظم آفس د اړخه د جاری شوې بيان له مخې په غونډه كښې د پومبې په پیداوار د اوسني سېلاب د اثراتو جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د زرعی بدلون منصوبې ترمخه پیداوار زياتولو، کروندرو له ښه …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پومبې فصل په اړه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔ د نائب وزیراعظم آفس د اړخه د جاری شوې بيان له مخې په غونډه كښې د پومبې په پیداوار د اوسني سېلاب د اثراتو جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې د زرعی بدلون منصوبې ترمخه پیداوار زياتولو، کروندرو له ښه معاونت او د برآمدات په زياتولو هم خبرې اترې وشوې۔غونډي ته ووئيل شول چې د اوبو کمي ٬ موسمیاتی بدلون، معیاری تخم او نورو اړوندو چارو او مسئلو ته به پام ګرځول وي۔ نائب وزیراعظم د موسمیاتی سمارټ زراعت، تحقیق كښې د سرمايه كارۍ او د حکومت، صنعت او کروندګرو ترمينځه د قوي تړون په حاجت زور راوړو۔ په غونډه كښې د خوراك، خزانې او تجارت، منصوبه بندۍ وزيرانو، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق باجوہ سره سره د د خوراګ، انډسټریز سېکرټریز او د وفاقی او صوبائی محکمو چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں