د چينائي ناظم الامور شي يانكيانګ د نيشنل ايمرجنسيز آپريشن سينټر دوره ٬ په روان سيلابي صورتحال بريفنګ

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) چينائي ناظم الامور شي يانكيانګ په اېن ډي اېم اے كښې د نېشنل اېمرجنسيز آپرېشن سېنټر دوره وكړه چرته چې هغه ته د اېن ډي اېم اے ډلې لخوا د سېلابي صورتحال او د مرستې كارروائيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر د هېواد په ځپليو سيمو كښې د …

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) چينائي ناظم الامور شي يانكيانګ په اېن ډي اېم اے كښې د نېشنل اېمرجنسيز آپرېشن سېنټر دوره وكړه چرته چې هغه ته د اېن ډي اېم اے ډلې لخوا د سېلابي صورتحال او د مرستې كارروائيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر د هېواد په ځپليو سيمو كښې د ريليف او رېسكيو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ګران مېلمه ته د آفتونو مخنيوي او د پېشګي اقداماتو باوري كولو لپاره د موسمي صورتحال جاج اغستو او د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په اړه هم ووئيلې شوو۔ چینائي ناظم الامور د اېن ډي اېم اے د فوري اقداماتو او فعاله رسپانس ستائنه كولو سره د خپل حكومت لخوا د سېلاب ځپليو د بشپړه مرستې باور وركړو

مزید خبریں