د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري د ميجر عدنان اسلام شهيد كورنۍ سره غمرازي

اسلام آباد۔12 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري په بنو كښې د فتنة الخوارج په ضد مړانې سره د جنګېدو په مهال د شهادت درناوي ترلاسه كونكي مېجر عدنان اسلم شهید استوګنې ته لاړو او د هغه كورنۍ سره يۍ د زړه له كومي خواخوږي او غمرازي كولو سره ووئيل ستاسو شهيد فرزند د مړانې او زړورتيا يو نوے داستان …

اسلام آباد۔12 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري په بنو كښې د فتنة الخوارج په ضد مړانې سره د جنګېدو په مهال د شهادت درناوي ترلاسه كونكي مېجر عدنان اسلم شهید استوګنې ته لاړو او د هغه كورنۍ سره يۍ د زړه له كومي خواخوږي او غمرازي كولو سره ووئيل ستاسو شهيد فرزند د مړانې او زړورتيا يو نوے داستان رقم كړے دے٬ په ژوبل حالت كښې هم د خپلو ملګرو دفاع كوونكے عدنان اسلم د قام اتل دے۔ ده ووئيل مونږ د شهيد عدنان اسلام حوصلې او عزم ته سلام كوو٬ هم دا حوصله او عزم د قوم حقيقي قوت دے۔ وزيرمملكت طلال چوهدري ووئيل د شهيد مېجر عدنان اسلم قرباني به هېڅكله بې ځايه نه ځي٬ د شهيدانو ځانګړې قرباني په اولس پور دے كوم به چې كله هم هېرولے نه شي۔ په دې موقعه د شهيد پلار ووئيل زما زوئي د هېواد او قام لپاره د خپل ځان قرباني وركولو سره زمونږ سر په وياړ هسك كړے دے ٬ كه زما لس ځامن هم وې ما به په وطن قربان كړې وو۔ د شهيد مور د لوړې حوصلې څرګندونه كولو سره ووئيل زه په خپل ځوي وياړ لرم ٬ هغه د خپل ځان قرباني وركولو سره زما ارمان ترسره كړو۔ د كورنيو چار وزير محسن نقوي ته په دې موقع شهيد ته د لوبو په شمول نورو مېدانو كښې ترلاسه شوې ميډلز وښودلې شوو او د شهيد ځانګړې قربانۍ ته يۍ د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مېجر عدنان څو ورځې وړاندې په بنو كښې د ترهګرو په ضد آپرېشن كښې له زيات ژوبل كېدو له امله شهيد شوے ؤ۔ چیف کمشنر اسلام آباد اېم علی رندھاوا، آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی او ډپټي كمشنر عرفان مېمن هم دوئي سره ؤ

مزید خبریں