اسلام آباد۔12 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب په مهال د مرستې په كارروائيو د پنجاب د وزيراعلی مريم نواز شريف او د خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير مشرتابه اقدامات ستائلې دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د سېلاب په مهال د مرستې كارروائيو په لړ كښې د پنجاب د وزيراعلی …
د وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب په مهال د مرستې په كارروائيو د پنجاب ٬ خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير مشرتابه ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔12 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب په مهال د مرستې په كارروائيو د پنجاب د وزيراعلی مريم نواز شريف او د خېبر پښتونخوا ٬ سندھ ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير مشرتابه اقدامات ستائلې دي۔ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د سېلاب په مهال د مرستې كارروائيو په لړ كښې د پنجاب د وزيراعلی مريم نوازشريف هڅې د ستائنې وړ دي۔ دې سره سره د خېبرپښتونخوا ، سندھ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر مشرتابه هم د ستائنې وړ ستړې كړي دي۔ ده ووئيل دې قدرتي آفت سره بلها مسئلې او چېلنجونه رامخې ته شوې دي بياهم زمونږ كروندګرو ٬ مزدورانو ٬ مېرمنو او كوچنيانو د غېر معمولي همت څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل پاكستانے اولس د مصيبتونو او ستونزو څخه نه ويريږي۔ وزیراعظم زياته كړه چې مونږ اېن ډي اېم اے او د موسمياتي بدلون وزارت په شمول ټولو وفاقي محكمو ته په كوم هم بېړني صورتحال كښې بشپړه مرسته كولو له د چمتؤ پاتې كېدو هدايت كړے دے







