د یاسین ملک په سولۍ كول به سوئېلې اسیا كښې د امن وروستے اُمید ختم کړي ، مشعال ملک

اسلام آباد۔12ستمبر (اے پي پي ) د حریت لارښود یاسین ملک كور ودانې مشعال حسین ملک خبردارر وركړے چې د یاسین ملک په سولۍ كول به سوئېلې اسیا كښې د امن وروستے اُمید ختم کړي ۔ د جاري بیان تر مخه هغې ووئېل د وسلې په ځائے د خبرو اترو لاره خپلونكې ته ترهه ګر وئېل د امن عمل ښخولو مترادف دے ۔مشعال ملک تر مخه مودي د ټاكنو نه …

اسلام آباد۔12ستمبر (اے پي پي ) د حریت لارښود یاسین ملک كور ودانې مشعال حسین ملک خبردارر وركړے چې د یاسین ملک په سولۍ كول به سوئېلې اسیا كښې د امن وروستے اُمید ختم کړي ۔ د جاري بیان تر مخه هغې ووئېل د وسلې په ځائے د خبرو اترو لاره خپلونكې ته ترهه ګر وئېل د امن عمل ښخولو مترادف دے ۔مشعال ملک تر مخه مودي د ټاكنو نه وړاندې د سولۍ كولو په کارروائۍ تندولو سره سیاسي ګټه غواړي ۔هغې ووئېل د یاسین لور د يوولسو كالو نه خپل پلار ونه ليدو او د هغه عكس د بالخت لاندې ږدي اوده كېږي۔مشعال حسین ملک د نړيوالې ورورولۍ نه غوښتنه وكړه چې هغوي د سولۍ كولو مخ نيوے وكړي او په منطقه كښې امن لپاره کردار ادا کړي ، د یاسین ملک په سولۍ كول به د امن وروستے اُمید له مينځه يوسي ،۔مشعال ملک ووئېل مودي د ټاكنو ګټلو لپاره د یاسین ملک د ژوند سره لوبې كوي ۔ مشعال ملک ووئېل عدالتونه د سیاسي لوبې برخه جوړول به نيمه اوچه جنګ ته نزدې كړي ، دا يواځې د یاسین نه ، د امن او انسانیت د ټاكنې پوښتنه ده۔

مزید خبریں