اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د عراق فضائيه كمانډر ليفټيننټ جنرل سټاف پائلټ مهند غالب محمد راضي الاسدي په مشرۍ كښې د لوړې كچې دفاعي پلاوي د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې په ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد كښې چيف آف ائير سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د شريكې مرستې په بېلا …
د عراق فضائيه كمانډر د ايئر هيډكوارټرز دوره

مزید خبریں
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د عراق فضائيه كمانډر ليفټيننټ جنرل سټاف پائلټ مهند غالب محمد راضي الاسدي په مشرۍ كښې د لوړې كچې دفاعي پلاوي د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې په ايئر هيډكوارټرز اسلام آباد كښې چيف آف ائير سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د شريكې مرستې په بېلا بېلو اړخونو خبرې شوي، چې پكښې په خاص توګه شريكه تربيه، د كار استعداد كښې زياتوالے او په ايوي ايشن انډسټري كښې پېشرفت شامل وو٬ ايئر هيډكوارټرز ته په راتګ د پاكستان ايئر فورس يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ د آئي اېس پي آر له مخئ د ملاقات په مهال ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پاكستان او عراق ترمېنځه په ژورو مذهبي او تاريخي اړيكو رڼا اچولو سره دا د دواړو هېوادونو د فضائي ځواكونو د اوږد مهاله اړيكو بنياد وګرځولې۔ د عراق فضائيه له د تربيه په څانګه كښې د پاكستان ايئر فورس د غېر متزلزل معاونت باور وركولو سره ووئيل پاك فضائيه به د عراق فضائيه د كار استعداد كښې زياتوالي لپاره اقدامات جاري ساتي٬ دواړو كمانډرانو د مشتركه مشقونو او تربيي پروګرام كولو ته اتفاق وكړو دغسې چې دوستي لا مستحكمه او عملي همكارۍ ته وده وركرې شي۔ د عراق فضائيه كمانډر په تود هركلي او په مېلمستيا مننه كولو سره د پاك فضائيه وژنري قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په منطقه كښې د يو جديد ٬ وظيفائي او ټېكنالوجي لرونكې فضائيه كښې د دې د بدلېدو ستائنه وكړه۔ ده د خپلې فضائيه د تربيې نظام د بنياد نه تر اعلٰې عملي او تر حربي بيا د سره سمولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه او په دې لړ كښې يې د پاك فضائيه د مرستې خواهش څرګند كړو۔ د عراق كمانډر دا هم ووئيل زمونږ فضائيه د پاك فضائيه پائلوټس سره د تبادلې تعيناتو څخه د زده كړې موقعو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده په نيشنل ايروسپيس سائنس اينډ ټيكنالوجي پارك كښې د پاك فضائيه د جديد اقدامات، ځائي صلاحيتونو او د سباٶن وژن په ليدلو ژور تاثر څرګند كړو۔ ده ووئيل په دې طرز په عراق كښې د يو داسې نظام جوړولو له خوښي لرو كوم چې اكيډميا، صنعت او پوځي تقاضې يو ځاے كړي۔ د دې نه وروستو ګران مېلمنه د نيشنل آئي اېس آر اينډ انټيګريټډ ايئر آپريشنز سينټر او د پي اے اېف سائبر كمانډ دوره وكړه چرته چې دوي ته د پاك فضائيه په آپريشنل صلاحيتونو او تكنيكي اقدامات بريفنګ وركړے شو٬ د عراق د لوړې كچې دفاعي پلاوي دا مهال د پاكستان په دوره دے او د پاكستان او عراق ترمېنځه د عسكري مرستې لا مستحكم ولو او دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو له د عزم عكاس ده۔







