اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي عمره اېكټ منظور شوے دے ٬ عمرې له تلونكو ځينو زائريونو به په سعودي عربستان كښې چړ كولو چې ورسره به د هېواد بدنامي كېده٬ اوس به چاته هم د سوالګرو عمرې له د لېږلو موقع ترلاسه نه شي۔ د زيارت په ورځ د حج او عمره اېګزیبیشن 2025ء پری لانچ دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل …
عمره ايكټ منظور شوے ٬ اوس به چاته د سوالګرو عمرې له د ليږلو موقع ترلاسه نه شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف

مزید خبریں
اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي عمره اېكټ منظور شوے دے ٬ عمرې له تلونكو ځينو زائريونو به په سعودي عربستان كښې چړ كولو چې ورسره به د هېواد بدنامي كېده٬ اوس به چاته هم د سوالګرو عمرې له د لېږلو موقع ترلاسه نه شي۔ د زيارت په ورځ د حج او عمره اېګزیبیشن 2025ء پری لانچ دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل د حج فرض ادا كولو په مهال عبادت سره سره عازمينو لپاره د سعودي قوانين خيال ساتل لازمي دي ولې چې حاجيان د خپل هېواد سفيران وي ٬ دوئي بايد د خپل هېواد د عزت او وقار خيال اوساتي۔ ده ووئيل كال 2013ء څخه تر 2018ء زما په دور كښې په حج انتظامات كښې زياته بهتري رامخې ته شوه ولې چې مونږ ټولې كېټګريز ختمې كړې او يوازې يوه كېټګري مو پرېښودله او د حج په اړه چې كوم شكايتونه وو دغې اقدام سره لرې شول ۔ سردار یوسف ووئيل د حج سفر د چكر يا كاروبار سفر نه وي٬ دا د پاك پروردګار او د هغه د رسول د احكاماتو له مخې د عبادت سفر دے۔ ده ووئيل د ټول هېواد معاشي نظام په اسلامي معاشي نظام بدلول خو ګران كار دے بياهم د حج په مالي چارو كښې خو مونږ په اسلامي قوانين عمل كولې شوو۔ په دې لړ كښې ما په خپل تېر دور كښې مولانا تقي عثماني سره مشوره وكړه او دغې څخه وروستو مو په ميزان بېنك كښې د حاجيانو رقم جمع كولو له د شريعه اكاؤنټ پرانستلو پرېكړه وكړه۔ په دغه اكاؤنټ كښې په جمع كړې شوي رقوم د سود كوم عمل دخل پاتې نه شو۔ ده ووئيل كال 2013ء څخه تر كال 2018ء زما د وزارت په دور كښې 5 حجونه وكړے شول۔ وفاقي وزير ووئيل حج (2026ء) لپاره وفاقي كابينې څخه په وخت حج پالېسي منظور كړې شوه٬ د وزیراعظم په هدايت د پرائیوېټ سکیم حج كوټه 30 فیصد او د سرکاری 70 فیصد مختص كولو پرېكړه وكړې شوه۔په وخت د اقداماتو كولو له امله دا ځل به د يو لك 79 زره په حج كوټه عملدرآمد كيږي۔ ده ووئيل عمره اېكټ هم منظور كړے شوے ۔ عمرې له تلونكو به سوال كولو چې ورسره به د هېواد بدنامي كېدله اوس به چاته د سوالګري عمرې له د لېږلو موقع ترلاسه نه شي۔ ده ووئيل د چين په څير پاكستان له به هم د حج او عمرې په موقع سعودي عربستان لپاره برآمدات زياتولو ته پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل د حج 2026ء په كم پېكج باوري كولو له به هڅې كوو۔ د مذهبي چارو وزارت به د حج و عمرہ اېګزېبېشن اهتمام كونكې کمپنۍ ”مع اسلامه” سره هره ممكنه مرسته كوي۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ ځوان كول دې سوشل ميډيا په مثبت ډول كارول باوري كړي ٬ سږ كال په مهال د سيرت كنفرنس سرخط هم دا ؤ۔ ده ووئيل زمونږ حاجيان صاحبان دې هم د حج په ورځو كښې د شرعي احكامات لاندې د عبادت خيال اوساتي او په غېر ضروري چارو كښې له ككړېدو څخه دې ډډه وكړي







