د قائداعظمؒ ځانګړے قيادت او كوټلے عزم د پاكستان د جوړيدو بنياد دے: سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قائداعظم (رح) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هغه ځانګړے مشرتابه او كوټلے عزم د پاكستان د جوړيدو بنياد دے٬ د بابائے قوم د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم لارښودنې اصولو خپلولو نه پرته په پېښو چېلنجونو قابو موندل ممكن نه دي٬ ځوان كول دې د قائداعظم په نقش قدم تللو سره د هېواد په …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق قائداعظم (رح) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هغه ځانګړے مشرتابه او كوټلے عزم د پاكستان د جوړيدو بنياد دے٬ د بابائے قوم د اتحاد ٬ ايمان او تنظيم لارښودنې اصولو خپلولو نه پرته په پېښو چېلنجونو قابو موندل ممكن نه دي٬ ځوان كول دې د قائداعظم په نقش قدم تللو سره د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د بابائے قوم قائداعظم (رح) په 77 م تلين خپل پېغام كښې سپيكر اياز صادق ووئيل پاکستان د سوكاله او پرمختګ كړو هېوادونو په صف كښې اودرولو له دې ځوانان خپل توان وكاروي۔ سپیکر اولس ته د سېلاب ځپلو بشپره مرستې غږ كولو سره ووئيل نن به قام له يو وارې بيا د هغه يووالي ٬ حوصلې او جذبې څرګندونه كول وي كومه چې د پاكستان د جوړېدو په وخت د قائداعظم (رح) په مشرۍ كښې ليدلې شوې وه۔ سياسي قوتونه دې خپل مينځه اختلافات يو اړخ ته كولو سره سېلاب ځپليو ته ريليف وركولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل قائداعظم تل د آئين او قانون په سرلوړۍ او زيات محنت زور راوړو٬ پاكستان دې د قائداعظم د فكر په رڼا كښې د امن ٬ پرمختګ او انصاف مركز جوړ كړے شي

مزید خبریں