اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې قائداعظم (رح) قام ته شناخت ٬ خودداري او آزادي وركړه٬ د هغه وژن په جمهوريت ٬ مساوات او روادارۍ اډانه پاكستان دے ٬ دوه قومي نظريه نن هم سمه ثابتيږي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د قائد اعظم په 77 م تلين هغه ته په درنو …
د صدر مملكت آصف علي زرداري قائد اعظم (رح) ته په 77م تلين د عقيدت پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي دي چې قائداعظم (رح) قام ته شناخت ٬ خودداري او آزادي وركړه٬ د هغه وژن په جمهوريت ٬ مساوات او روادارۍ اډانه پاكستان دے ٬ دوه قومي نظريه نن هم سمه ثابتيږي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري د قائد اعظم په 77 م تلين هغه ته په درنو ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د هغه وژن په جمهوريت ٬ انصاف ٬ مساوات او روادارۍ اډانه لرونكے پاكستان دے٬ دوه قومي نظريه نن هم سمه ثابتېږي۔ په هند كښې اقليتونو سره سلوك د دوه قومي نظريې د ريښتيا كېدو ثبوث دے۔ صدر مملکت ووئيل د پاكستان جوړېدل يو تاريخي او ضروري پرېكړه وه٬ مونږ له به د قائد په اصولو عمل كولو سره مخ په وړاندې تلل وي۔ ده ووئيل پاکستانی ځوانانو ته به موقعې ٬ مېرمنو ته اختيار او اقليتونو ته تحفظ وركول وي۔ ده ووئيل د جمهوريت او قانون حكمرانۍ سره روښانه سباؤن ممكن دے۔ آصف علی زرداری ووئيل د قائد اعظم لارښودنه نن هم مونږ لپاره دلارې مشال دے۔ اتحاد، ایمان، او قربانی زمونږ د قومي سفر لاره ده۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان په چېلنجونو د قابو موندلو صلاحيت لري۔ د قائد اعظم د خوب تعبير يو پرمختګ كړې ٬ سوكاله او مضبوط پاكستان دے۔







