وزيراعظم په قطر د اسرائيلي جارحيت په ضد قطري امير شيخ تميم سره د يووالي څرګندونې له دوحه ته روان شو

اسلام آباد۔11ستمبر (اے پی پی):وزیرِ اعظم شهباز شریف د قطر په ضد په اسرائيلي جارحيت د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ٬ قطري شاهي كورنۍ او قطري اولس سره د يوالي څرګندونې له په يوه ورځنۍ دوره دوحه ته روان شو۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د دفاع وزير خواجه آصف …

اسلام آباد۔11ستمبر (اے پی پی):وزیرِ اعظم شهباز شریف د قطر په ضد په اسرائيلي جارحيت د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني ٬ قطري شاهي كورنۍ او قطري اولس سره د يوالي څرګندونې له په يوه ورځنۍ دوره دوحه ته روان شو۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ د دفاع وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعاتو وزير عطاﺀ تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره په پلاوي كښې شامل دے۔ وزیرِاعظم به په دوحه كښې د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات كوي او په دوحه د جواز نه لرونكي اسرائيلي جارحيت او د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزۍ په تناظر كښې به قطري امير او قطري اولس سره د يووالي څرګندونه كوي۔ قطر او پاكستان يو بل سره د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري كومې جې په ګډ مذهب او اقدارو اډانه دي۔ پاكستان په هر سخت وخت كښې د قطر ملګرتيا كړې ده او كوي به۔ ددې څرګندونه به وزيراعظم قطري امير سره ملاقات كښې كوي۔ په ملاقات كښې به د اسرائيل د منطقې په بېلو هېوادونو د جواز نه لرونكو بريدونو او پرله پسې جارحيت سره سره په سيمه كښې امن په ځايې كولو له مشاورت كيږي۔

مزید خبریں