د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬د ضبط شوو او ټيمپرډ ګاډو په اړه د قوانين او پالېسو جاج واخستلےش و

اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ضبط شوو او ټيمپرډ ګاډو په اړه د اوسني قوانين او د پالېسيو جاج واخستلے شو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه يوه ذيلي كمېټۍ ته د دې ګاډو تصرف لپاره د يو جامع طريقه كار وضع كولو سپارښتنه شوې وه۔د ډېر غور نه پس ذيلي كمېټۍ په …

اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ضبط شوو او ټيمپرډ ګاډو په اړه د اوسني قوانين او د پالېسيو جاج واخستلے شو۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري شوي بيان ترمخه يوه ذيلي كمېټۍ ته د دې ګاډو تصرف لپاره د يو جامع طريقه كار وضع كولو سپارښتنه شوې وه۔د ډېر غور نه پس ذيلي كمېټۍ په متفقه توګه يو كسټمز جنرل آرډر ته حتمي شكل وركړے د كوم چې نائب وزيراعظم منظوري وركړه۔نائب وزيراعظم د دې پريكړې په اهميت زور راوړولو سره ووئيل د دې څخه به د ضبط شوو او ټيمپرډ ګاډو د تصرف عمل منظم كړې شي٬زياته سپيځلتيا به باوري شي او كاركردګي به ښه شي او د ګاډو نيلامۍ څخه به د ډېرې نه ډېره ريونيو ترلاسه شي۔غونډه كښې وفاقي وزيرانو٬اعظم نذير تارړ٬خاص معاون طارق باجوه٬د ايف بي آر چيئرمېن او نورو مشرانو ګډون كړې۔

مزید خبریں