اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) تركيه د قامي دفاع وزير ياسر ګلر د 8 نه تر لسم ستمبر د پاكستان دوره كړې او د پاكستان-تركيه د مشتركه وزارتي كميشن په 16مې غونډه كښې يې د تركيه د پلاوي مشري كړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د خپلې دورې په مهال هغه وزيراعظم شهباز شريف، د دفاع وزير خواجه آصف او …
تركيه دفاع وزير ياسر ګلر د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) تركيه د قامي دفاع وزير ياسر ګلر د 8 نه تر لسم ستمبر د پاكستان دوره كړې او د پاكستان-تركيه د مشتركه وزارتي كميشن په 16مې غونډه كښې يې د تركيه د پلاوي مشري كړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د خپلې دورې په مهال هغه وزيراعظم شهباز شريف، د دفاع وزير خواجه آصف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره هم ملاقاتونه كړي٬ وزيراعظم شهباز شريف سره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په هره څانګه كښې شريكې مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړے شو۔ وزيراعظم د تجارت او سرمايه كاري، مشتركه تحقيق او پرمختګ، آئي ټي، زراعت، توان، تعليم او په كلتوري تبادلو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو ۔ د تركيه وزير د پاكستان د دفاع وزير خواجه آصف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره په ملاقاتونو كښې د ستراتېژك او دفاعي مرستې لا زياتولو له د عزم پخلے وكړو ٬ د پاكستان تركيه مشتركه وزارتي كميشن 16مې غونډه مشتركه مشري د تجارت وزير جام كمال خان او د تركيه د دفاع وزير ياسر ګلر وكړه ٬ په غونډه كښې د لوړې كچې ستراتېژي مرستې كونسل په اېجنډا د پېشرفت جاج واخستلے شو٬ تجارت، سرمايه كاري، دوا سازي، انفارميشن ټيكنالوجي، اي-كامرس، رابطه كاري او ټرانسپورټ، توان، تعليم، معدنيات، زراعت، ميډيا او د سېلګرۍ په څانګو كښې د مرستې په لا قوي كولو زور رواړلے شو ٬ دغسې د دې دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمنيځه په پراخه بنياد د دوه اړخيزه مرستې جاج اخستو موقع رامخې ته شوې٬ دواړو ډلو د ورورولۍ اړيكې په ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ بدلولو لپاره عزم وكړو ۔







