اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)صدر آصف علي زرداري سره د بحرين د كورنيو چارو وزير جنرل شيخ راشد بن عبدالله الخليفه ملاقات كړے او په بحرين كښې د ميشته پاكستانيانو كردار يې ستائېلے او د اړيكو لا مستحكمولو خواهش يې څرګند كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ څڅه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل پاكستان بحرين سره د ورورورلۍ اړيكو ته ډېر …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د بحرين د كورنيو چارو وزير جنرل شيخ راشد بن عبدالله الخليفه ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)صدر آصف علي زرداري سره د بحرين د كورنيو چارو وزير جنرل شيخ راشد بن عبدالله الخليفه ملاقات كړے او په بحرين كښې د ميشته پاكستانيانو كردار يې ستائېلے او د اړيكو لا مستحكمولو خواهش يې څرګند كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ څڅه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئېل پاكستان بحرين سره د ورورورلۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔صدر مملكت د دواړو هېوادونو ترمينځه د ويزا فري لوظ نامې پشمول موجوده مرسته وستائېله۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل په بحرين كښې مېشته پاكستاني د دواړو هېوادونو خوشحالۍ كښې كردار ادا كوي۔صدر مملكت آصف علي زرداري د امنيت٬اميګرېشن٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د نشه اي توكو مخ نيوي كښې په لا مرستې زور راوړو۔صدر مملكت په بحرين كښې د پاكستاني پروفيشنلز او ورك فورس خذمات وستائېل ۔ ده ووئېل ويزا سسټمز جديد جوړولو او د ډيجيټل آسانيو معارفي كولو ضرورت دے۔صدر مملكت د بحرين داخله وزارت افسرانو ته د اسلام آباد دورې بلنه وركړه۔دغسېد بحرين داخله وزير جنرل شيخ راشد بن عبدالله الخليفه صدر مملكت ته د بحرين مشرتابه او اولس نيكې هيلې ورورسولې۔د بحرين داخله وزير د پاكستاني كميونټۍ كردار وستائېلو او د اړيكو لا مستحكمولو خواهش يې څرګند كړو ۔په ملاقات كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي٬وزير مملكت طلال چوهدري او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وو







