اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي)د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د آئي ټي او ټيلي كام اصلاحات په اړه غونډه شوې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخئ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، سيكرټري آئي ټي، ډائريكټر جنرل سپيشل انويسټمنټ فيسليټيشن كونسل (اېس آئي اېف سي) او د نورو اړوندو ادارو نمائندګانو په غونډه كښې …
نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د آئي ټي او ټيلي كام اصلاحات په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي)د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د آئي ټي او ټيلي كام اصلاحات په اړه غونډه شوې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخئ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، سيكرټري آئي ټي، ډائريكټر جنرل سپيشل انويسټمنټ فيسليټيشن كونسل (اېس آئي اېف سي) او د نورو اړوندو ادارو نمائندګانو په غونډه كښې ګډون كولو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې ډيجيټل انفراسټركچر لا قوي كولو، جدت او اختراع ته ودې وركولو، سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول رامخې ته كولو او د پاكستان ډيجيټل معيشت تيز رفتاره ترقي په باوري كولو تفصيلي خبرې وشوې۔ ګډون كوونكو په دې خبره زور راوړو چې آئي ټي او ټيلي كام څانګه د هېواد معيشت په جديد خطوط سمولو كښې كليدي حېثيت لري۔ په غونډه كښې په دې خبره سلاح يوه شوه چې د سرمايه كار دوسته پاليسو، د جديد ټيكنالوجۍ وده او ځوانانو لپاره نوې موقعې وركول به نه يوازې معاشي استحكام زيات كړي بلكې پاكستان به په نړيوال ډيجيټل معيشت كښې موثر كردار ولوبولې شي







