اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي نړيوالې ورورولۍ له به د ګليشيئرز په خطرو قابو موندلو له د پاكستان مرسته كول وي٬ حكومت د سېلاب د لاسه د شوو زيانونو تخمينه لګوي٬ ملګرو ملتونو سره په ګډه به د زيانونو او د ضرورتونو جاج اخلؤ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د ملګرو ملتونو ریزیډنټ کوآرډینېټر …
نړيوالې ورورولۍ له به د ګليشيئرز په خطرو قابو موندلو كښې د پاكستان مرسته كول وي: احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي نړيوالې ورورولۍ له به د ګليشيئرز په خطرو قابو موندلو له د پاكستان مرسته كول وي٬ حكومت د سېلاب د لاسه د شوو زيانونو تخمينه لګوي٬ ملګرو ملتونو سره په ګډه به د زيانونو او د ضرورتونو جاج اخلؤ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ دلته د ملګرو ملتونو ریزیډنټ کوآرډینېټر اېم یحییٰ سره ملاقات كښې وكړه۔ د ملګرو ملتونو ریزیډنټ کوآرډینېټر په پنجاب او د هېواد په نورو برخو كښې د سېلاب د لاسه په شوو زيانونو او تباهۍ د افسوس څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په راوي ٬ چناب او ستلج كښې راغلي سېلاب پراخه سيمه په خپله ولقه كښې اخستې ده۔ په پنجاب كښې سېلاب په لكھونو اېكړه زمكه اغېزمنه كړې او په نارروال كښې هم پراخه زمكه د اوبو لاندې راغلې ده چې په نتيجه كښې يۍ د كركيلې زمكو ٬ انفراسټركچر او ډنګرو ته زيات زيان ورسېد۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د سېلاب په مهال د ملګرو ملتونو مرسته د ستائنه وړ پاتې شوې ٬ حكومت د سېلاب د لاسه د شوي زيان تخمينه لګوي٬ ملګرو ملتونو سره په ګډه د زيان او ضرورتونو جاج اخلؤ۔ ده ووئيل حكومت به د خپلو وسائلو د لارې د بيا ودانۍ عمل پېل كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د موسمياتي تباهۍ مخنيوي لپاره ځپلو شوو هېوادونو ته فنډز وركول د پرمختګ كړو هېوادونو اخلاقي ذمه واري ده۔ ده ووئيل په پاكستان كښې 7 زره څخه زيات ګلېشیئرز دي ٬ په ګلګت بلتستان كښې ګلېشیئرز په لويه كچه تر خطرناك حد ويلې كيږي۔ ده ووئيل حكومت د ګلېشیئرز د ويلو كېدو له امله موجوده او ممكنه زيانونو څخه خبر دے او سږ كال د ګلېشیئرز كال په توګه لمانځلےې شي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به د ګليشيئرز په خطرو قابو موندلو كښې د پاكستان مرسته كول وي







