اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان او بحرين دوه اړخيزه د ورورولۍ اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطيږي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په شمول بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له خوښي لرؤ٬ غواړؤ چې بحرېن په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې …
د پاكستان او بحرين اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطيږي: د وزيراعظم شهباز شريف د بحرين د كورنيو چارو وزير جنرل راشد الخلیفه سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د پاكستان او بحرين دوه اړخيزه د ورورولۍ اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطيږي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په شمول بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له خوښي لرؤ٬ غواړؤ چې بحرېن په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بحرېن د كورنيو چارو وزير جنرل راشد الخلیفه سره خبرو كښې وكړه چا چې په وزيراعظم هاؤس كښې دوئي سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم د بحرېن د كورنيو چارو وزير ته پاكستان ته په راتللو هركلے اووې۔ وزیراعظم د بحرېن شاہ حمد بن عیسیٰ الخلیفه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان او بحرين دوه اړخيزه د ورورولۍ اړيكې د وخت تېرېدو سره لا مضبوطيږي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت په شمول بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو كښې خوښي لرؤ٬ ده ووئيل په بحرېن كښې نزدې يو لك 20 زره پاكستانيان موجود دي كوم چې د دواړو هېوادونو په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د بحرېن سرمايه كارو او كاروباري وګړو له فاسټ وېزه پراسسنګ آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې بحرېن په پاكستان كښې په بېلو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي٬ مونږ بهرنيو سرمايه كارو او كاروباري وګړو له د هر ډول ممكنه آسانيو وركولو هڅې كوو٬ خصوصي سرمايه كاري كونسل سهولت په دې حقله په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم د بحرېن پوليس اهلكارو لپاره په نېشنل پولیس اکېډمی اسلام آباد كښې د تربيې وړاندېز هم وكړو۔ دغسې د بحرېن د كورنيو چارو وزير په تود هركلي او مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ٬ د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ٬ د وزيراعظم خصوصی مرستيال طارق فاطمی او نور اړوند اعلی سركاري افسران هم موجود وو







