پاکستان او بحرين د نشه اي توكو مخنيوي او د امنيتي مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې په مفاهمتي ياددښتونو لاس ليك ته سلاح شول

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او بحرېن دوه اړخيزه مرستې مستحكمولو لپاره جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړولو، د نشه اي توكو مخنيوي، ايکسټراډيشن او ميوچل ليګل اسسټنټس، پوليس ټريننګ او د سپيشل بټالين ټريننګ په څانګو كښې په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك ته سلاح شوي دي ۔ د نهې په ورځ د ‎بحرېن د كورنيو چارو وزير ليفټيننټ جنرل راشد بن عبد الله الخليفه داخله وزارت ته په راتګ …

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او بحرېن دوه اړخيزه مرستې مستحكمولو لپاره جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړولو، د نشه اي توكو مخنيوي، ايکسټراډيشن او ميوچل ليګل اسسټنټس، پوليس ټريننګ او د سپيشل بټالين ټريننګ په څانګو كښې په مفاهمتي ياددښتونو لاسليك ته سلاح شوي دي ۔ د نهې په ورځ د ‎بحرېن د كورنيو چارو وزير ليفټيننټ جنرل راشد بن عبد الله الخليفه داخله وزارت ته په راتګ وفاقي وزير محسن نقوي هركلے وكړو ۔ دغسې د دواړو هېوادونو داخله وزيرانو ترمېنځه د پلاويو په كچه هم خبرې وشوې چې پكښې د پاك بحرېن اړيكو، د نشي اي توكو مخنيوي٬ د ترهګرۍ مخنيوي، کوسټ ګارډز، بارډر سيکيورټي او د پوليس په څانګو كښې د مرستې په زياتولو تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي ووئيل د نشه اي توكو مخنيوي په څانګه كښې مرسته ډېره د اهميت وړ ده، دا زمونږ د راتلونكې پېړۍ د سباٶن معامله ده٬ د ‎پاکستان اينټي نارکوټکس فورس د محدودو وسائلو باوجود د ستائنې وړ كار كوي۔ ده ووئيل د ‎اينټي نارکوټکس فورس لخوا د 146 ملين ډالرو د تاريخ تر ټولو لويه ريكوري شوې ده۔ دې غونډې سره به د نشي اي توكو مخنيوې په څانګه كښې د ګډې تګلاره جوړولو له مرسته تر لاسه شي۔ ده د بحرېن لخوا خپل سفارت كښې د ډرګ لائزن آفيسر تعيناتي هم خوشبينه وګرځوله۔ ده ووئيل په بحرين كښې مېشته د پاكستان يو لك شل زره نه زيات وګړي د دواړو هېوادونو په ترقۍ كښې د قدر وړ كردار لوبوي۔ په دې موقع د بحرين داخله وزير ووئيل بحرين پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په ټولو څانګو كښې اړيكې مخ په وړاند بوتللو له خوښي لري، د جوائنټ ورکنګ ګروپ جوړول او مفاهمتي ياددښتونو لاسليك سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته وده ومومي۔ په دې موقع وزير مملکت طلال چوهدري، وفاقي سيکرټري داخله، سپيشل سيکرټري داخله، ايډيشنل سيکرټريز داخله، ډي جي اے اېن ايف، کمانډنټ اېن پي اے، چيف کمشنر او د اسلام آباد آئي جي هم موجود ٶ۔

مزید خبریں