د معيشت مهمې اشارې په سم لوري روانې دي٬اصلاحات او نجكارۍ د اوږ مهاله استحكام لپاره بنياد ګرځي ۔د خزانې وفاقي وزير د پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د اوپن اكانومي استحكام په ځاے ساتلو لپاره عزم لري٬كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول پېدا كولو ته پام لرنه كوي٬د وزيراعظم اوسنۍ چين دورې څخه به دوه اړخيزه معاشي اړيكو ته لا وده ترلاسه شي٬ د افراط زر په قابو كښې ساتلو لپاره موثره څارنه كيږي۔ده دا خبره د شورو په ورځ …

اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت د اوپن اكانومي استحكام په ځاے ساتلو لپاره عزم لري٬كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول پېدا كولو ته پام لرنه كوي٬د وزيراعظم اوسنۍ چين دورې څخه به دوه اړخيزه معاشي اړيكو ته لا وده ترلاسه شي٬ د افراط زر په قابو كښې ساتلو لپاره موثره څارنه كيږي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د پاكستان بزنس كونسل پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔د پلاوي مشري د كونسل چيف ايګزيكټو افسر جاويد قريشي او چيئرپرسن ډاكټر زيلاف منير كوله۔د خزانې وزير د پلاوي هركلے وكړو او هغوي ته يې د پاكستان موجوده معاشي صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔ده ووئيل د معيشت مهمې اشارې په سم لوري روانې دي۔د خزانې وزير په رياستي ملكيتي ادارو كښې اصلاحات٬ د نجكارۍ پروګرام او د اولسي څانكو ښه والي پشمول د حكومت اصلاحات ايجنډې ذكر وكړ ۔ ده ووئېل د دې اقدامات څخه د اوږدې مودې استحكام لپاره بنياد ترلاسه كيږي۔ده د معاشي استحكام په اهميت زور راوړولو سره د شرح مبادله او پالېسۍ ريټ كښې د استحكام ذكر هم وكړو او وې وئېل د دې رجحانات په سبون كښې هم د روانو پاتې كېدو هيله ده كوم چې په هېواد كښې د اوږدې مودې معاشي استحكام لپاره ضرورې دي ۔ده ووئيل حكومت اوپن اكانومي استحكام په ځاے ساتلو عزم لري او د كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول پېدا كولو ته پام كوي۔ده د بندرځايونو٬سړكونو او ريلوے بنيادي ډهانچې جديد كولو په اهميت زور راوړو ۔ده ووئېل دې څخه به د هېواد تجارت ته وده وركولو او برآمدي موقعو كښې پراختيا راوستلې شي۔د خزانې وزير پلاوې د امريكې سره د روان ټيرف خبرو په اړه هم خبر كړو كومو څخه چې پاكستاني برآمد كونكو ته په منطقه كښې ورمخې ته مسابقتي ګټې په بنياد مهمې موقعې ترلاسه كېدې شي۔ده د پاكستان بزنس كونسل او په نورو نمائنده تنظيمونو زور راوړو چې هغوي د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ودې لپاره كاروباري ادارو ترمينځه نيغ په نيغه روابط ته ودې وركولو كښې قائدانه كردار ادا كړي۔د خزانې وزير د وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مثبت نتيجو هم رڼا واچوله چې پكښې د اعلٰی كچ اسټريټجك مذاكرات٬ د دواړو هېوادونو كاروباريانو ملاقاتونه٬ د خاص وركنګ ګروپس قيام او د نجي څانګې غېر معمولي نمائندګي شامله وه۔ده ووئيل د دې روابط په نتيجه كښې د ذكر وړ پيشرفت شوے او ګڼ شمېر مفاهمتي يادښتونه لاس ليك شوي كوم چې دوه اړخيزه معاشي اړيكو وده كښې د حكومت د پوخ عزم څرګندونه ده۔د خزانې وزير پلاوې د ټيكس پالېسۍ آفس فيډرل بورډ آف رينونيو څخه خزانې وزارت ته د منتقل كولو پريكړې څخه هم خبر كړو ٬ ده ووئېل دې ټيكس څخه به ټولې پالېسۍ چارې پراخه معاشي پالېسۍ سازۍ سره يو كولو كولو له مرسته ترلاسه شي۔ده د هېواد بېلو برخو كښې د پشكال اوسنو بارانونو او سېلاب صورتحال په اړه هم خبره وكړه او د رېسكيو او رېليف آپرېشن٬د بنيادي ډهانچه به بحالۍ او د ضروري تشخيص په اړه په حكومتي هڅو يې رڼا واچوله۔د خزانې وزير ووئيل چ د صورتحال مخ نيوي لپاره د 2020 سېلاب څخه ترلاسه تجربو څخه استفاه كولې شي۔د پاكستان بزنس كونسل پلاوي د خزانې وزير د خيالاتو تائيد كولو سره د حكومت اقتصادي پالېسۍ او اصلاحاتي اقدامات وستائېل۔پلاوي حكومت ته د بشپړه مرستې باور وركړو او پرله پسې مشاورت او تعميري خبرو اترو لپاره يې د خپل عزم پخلے وكړو۔

مزید خبریں