اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سندھ په خاص توګه په كراچۍ كښې د سېلابي صورتحال نوټس اخستو سره وئيلي دي وفاق او د سندھ واكمن د صورتحال مخنيوي لپاره هڅې كوي اين ډي ايم اے دې د مرستې كاروائيو لپاره صوبائي حكومت او د سندھ ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ بشپړه مرسته وكړي، په کراچۍ كښې د سېلاب ځپلو كورنيو مرستې او بحالۍ لپاره دې په …
وفاق او د سندھ واكمن د صورتحال مخنيوي لپاره هڅې كوي٫ اين ډي ايم اے دې د مرستې كاروائيو لپاره صوبائي حكومت او د سندھ ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ بشپړه مرسته وكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سندھ په خاص توګه په كراچۍ كښې د سېلابي صورتحال نوټس اخستو سره وئيلي دي وفاق او د سندھ واكمن د صورتحال مخنيوي لپاره هڅې كوي اين ډي ايم اے دې د مرستې كاروائيو لپاره صوبائي حكومت او د سندھ ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ بشپړه مرسته وكړي، په کراچۍ كښې د سېلاب ځپلو كورنيو مرستې او بحالۍ لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړے شي، په سېلاب كښې بې دركه شوې كسان دې زر تر زره ولټولې شي٬ د ځپلې شوي مواصلاتي نظام بحالي دې باوري كړې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په كراچۍ كښې د رېسكيو 1122 ٬ پاك پوځ او رېنجرز د مرستې د فعاله كاروائيو ستائنې سره په ګډاب خوړ كښې د وګړو په ډوبېدو د افسوس څرګندونه وكړه ۔ وزيراعظم امر وكړو چې اېن ډي اېم اے دې په كراچۍ او د سندھ په نورو سيمو كښې د سېلاب له مخې د مرستې كاروائيو لپاره صوبائي حكومت او د سندھ ډيزاسټر مينجمنټ اتھارټۍ سره بشپړه مرسته وكړي٬ اړوندې ادارې دې په سېلاب كښې د بې دركه كسانو زر تر زره لټون وكړي٬ اولس د سېلاب صورتحال نه خبرولو لپاره دې د خبرتيا كمپائن لا فعاله كړې شي ٬ دغسې چې د زيات نه زيات وګړي سېلاب څخه وساتلې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې سېلاب څخه ځپلے شوے مواصلاتي نظام دې زر تر زره بحال كړې شي او په كراچۍ كښې سېلاب څخه د ځپليو كورنيو مرستې او بحالۍ لپاره دې په ترجيحي بنيادونو اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم شبهاز شريف ووئيل د سېلاب صورتحال مخنيوي لپاره وفاق او د سندھ واكمن په بشپړه توګه فعاله دي۔







