اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي لارښوونه نېشنل ډیزاسټرمېنجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپرېش روان ساتلے دے٬ په 20 ټرکونو مشتمله د مرستې سامان قافله روانه كړې شوې ده۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د اېن ډي اېم اے ويئر هاؤس لخوا نن په 20 ټركونو مشتمله …
د وزيراعظم په خصوصي لارښوونه اين ډي ايم اے سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپريشن روان ساتلے دے

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي لارښوونه نېشنل ډیزاسټرمېنجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) په سېلاب ځپليو سيمو كښې د مرستې آپرېش روان ساتلے دے٬ په 20 ټرکونو مشتمله د مرستې سامان قافله روانه كړې شوې ده۔ د اېن ډي اېم اے لخوا د جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د اېن ډي اېم اے ويئر هاؤس لخوا نن په 20 ټركونو مشتمله د مرستې قافله پنجاب لپاره روانه كړې شوه۔ سامان به پي ډي اېم اے پنجاب ته سپارلې شي۔ په سامان كښې هیټرز،فولډنګ بېډز /بسترې او توشكونه شامل دي۔ دې څخه وړاندې د روانې مياشتې په 9 مه نېټه په 10 ټركونو مشتمله د مرستې سامان قافله هم روانه كړې شوې وه۔ تر دې دمه پنجاب ته سپارلې شوي 1513 ټنه د مرستې سامان كښې كمبلې ٬ خېمې ٬ مچھر دانۍ ٬ د اوبو فلټرېشن پلانټ ٬ توشكونه ٬ فولډنګ بېډز ٬ د اوبو كېن او 17 كشتۍ شاملې دي۔ اېن ډي اېم اے ټولو اړوندو سول او عسكري ادارو سره تماس كښې ده۔ اېن ډي اېم اے د ټولو اړوندو ادارو لخوا د مرستې كارروائيو بشپړه نګراني كوي۔







