اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد جوډيشل مجسټرېت د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی علي امين ګنډاپور د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړو۔ جوډیشل مجسټرېټ مبشر حسن چشتی د وزيراعلی په ضد د شراب او وسلې برآمدګۍ كېس كښې د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے۔ د هغه د ګرفتارۍ وارنټ د كېس د اورېدنې په مهال عدالت ته د نه وړاندې كېدو له امله جاري كړے شو۔ عدالت پوليس …
د اسلام آباد جوډیشل مجسټریټ د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وفاقي پلازمينې اسلام آباد جوډيشل مجسټرېت د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی علي امين ګنډاپور د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړو۔ جوډیشل مجسټرېټ مبشر حسن چشتی د وزيراعلی په ضد د شراب او وسلې برآمدګۍ كېس كښې د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے دے۔ د هغه د ګرفتارۍ وارنټ د كېس د اورېدنې په مهال عدالت ته د نه وړاندې كېدو له امله جاري كړے شو۔ عدالت پوليس ته هدايت كړے چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور دے ګرفتار كړے شي او په 17 ستمبر دے عدالت ته وړاندے كړے شي۔ د علي امين ګنډاپور په ضد د اسلام آباد په باره كهو تھاڼه كښې مقدمه درج ده۔







