اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوحه كښې د اسرائيلي ځواكونو د غېر قانوني بريد٬بمبارۍ٬د استوګنې سيمې په نخښه كولو او د بې ګناه وګړو ژوند په خطر كښې د اچولو غندنې كولو سره وئېلي دي د قطر حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كوو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د …
وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوحه كښې د اسرائيلي ځواكونو د غېر قانوني بريد٬بمبارۍ٬د استوګنې سيمې په نخښه كولو او د بې ګناه وګړو ژوند په خطر كښې د اچولو غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف په دوحه كښې د اسرائيلي ځواكونو د غېر قانوني بريد٬بمبارۍ٬د استوګنې سيمې په نخښه كولو او د بې ګناه وګړو ژوند په خطر كښې د اچولو غندنې كولو سره وئېلي دي د قطر حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كوو ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئېل د پاكستان اولس٬حكومت او د خپلې خوا په دوه د اسرائيلي ځواكونو د غېر قانوني بريد٬ د استوګنې سيمې په نخښه كولو او د بې ګناه وګړو ژوند په خطر كښې د اچولو سخته غندنه كوي۔ده ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ ټولې همدردۍ د قطر امير شيخ بن حمد الثاني٬ د قطر شاهي كورنۍ او د قطر اولس سره دي او مونږ هغوي سره د يووالي څرګندونه كوو۔ده ووئيل پاكستان د اسرائيلي جارحيت په ضد د قطر رياست او فلسطيني اولس سره په بشپړه توګه ولاړ دے۔







