تر كال 2030 توان مكس كښې 60 فيصده د تجديد وړ ذريعو برخه د پاكستان هدف دے۔ د توان وفاقي وزير

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي تر كال 2030 توان مكس كښې 60 فيصده د تجديد وړ ذريعو برخه د پاكستان هدف دے٬ پاكستان كښې سيلۍ٬ هائيډرو او د نمر توان وسائل په بشپړه توګه كارولې كېږي، سي اي سي اي سي او به منطقې لپاره د سرمايه كارۍ او ټيكنالوجي مركز ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئيلي دي تر كال 2030 توان مكس كښې 60 فيصده د تجديد وړ ذريعو برخه د پاكستان هدف دے٬ پاكستان كښې سيلۍ٬ هائيډرو او د نمر توان وسائل په بشپړه توګه كارولې كېږي، سي اي سي اي سي او به منطقې لپاره د سرمايه كارۍ او ټيكنالوجي مركز ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د اي سي او كلين انرجي سينټر (سي اي سي اي سي او) بورډ آف ګورنرز پرانستې غونډې ته خپلې ورچوئل وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل په پاكستان كښې سولر انقلاب روان دے، كورونو او كاروبار لپاره د 5.8 ميګاواټ شمسي كيپيسټي نيټ ميټرنګ شامل دے، د تجديد وړ توان ذريعې د پاكستان په ګرډ كيپيسټي كښې نزدې 42 فيصده نه زياته برخه لري ٬ تېر كال كښې د نيمې نه زياته برېښنا د كلين انرژني ذريعو څخه ترلاسه شوې۔ ده ووئيل پاكستان د اي سي او كلين انرجي سينټر د عملي پېل هركلے كوي، اي سي او كلين انرجي سينټر جوړول د وخت ضرورت دے۔ وفاقي وزير اويس لغاري ووئيل په كليوالو سيمو كښې د مائيكرو ګرډز او غيرمركزي نظام وده كوي٬ پاكستان به خپلې تجربې او كاميابۍ غړو هېوادونو څخه شيئر كوي ٬ده ووئېل سي اي سي اي سي او به منطقې لپاره د سرمايه كارۍ او ټيكنالوجي مركز ثابت شي٬ دا اداره به سيمه ايزه لائحه د عمل وړ منصوبو كښې واچوي۔ ده ووئيل دا اداره به د پولې پورې اړخ ته د توان شيئرنګ، مشتركه انفراسټركچر او كوټلې ګرين ګرډ ته د ودې وركولو لپاره پلېټ فارم ثابت شي٬ د مشتركه هلو ځلو څخه به د منطقې لپاره خوندي او د تل پاتي توان سباٶن ممكن شي۔

مزید خبریں