وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د آئرلينډ سفيرې ميري او نيل وليدل

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د آئرلېنډ په پاكستان كښې وړومبۍ سفيرې ميري او نيل ليدلي دي ، په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره په اختيار كړو پاليسو، طريقهٔ كار او د مرستې په امكانات تفصيلي خبرې شوي ۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري بيان له مخې …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د آئرلېنډ په پاكستان كښې وړومبۍ سفيرې ميري او نيل ليدلي دي ، په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره په اختيار كړو پاليسو، طريقهٔ كار او د مرستې په امكانات تفصيلي خبرې شوي ۔ د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وزارت لخوا د جاري بيان له مخې دا ملاقات د دواړو هېوادونو ترمېنځه د يو نوي باب علامت دے۔ په دې موقع ډاكټر مصدق ملك په بدلو شوو نړيوالو رجحاناتو رڼا اچولو سره ووئېل نړۍ ګڼ اړخيزه څخه دوه اړخيزه مرستې او په ځينې اړخونو كښې يو اړخيزه اقدامات پلو روانه ده۔ په دې موقع سفيرې میرې او نیل د پاکستان د موسمیاتي بدلون مخنيوي د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل آئرلېنډ د تجديد وړ توان٬ ګرين اختراعات او د تل پاتې پرمختګ په څانګو كښې پاکستان سره د مرستې امكانات مخ په وړاندې بوتللو له خوښي لري

مزید خبریں