اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د بحرېن د كورنيو چارو وزير ليفټيننټ جنرل راشد بن عبد الله الخليفه د پاكستان خپل همڅنګ محسن نقوي په بلنه په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلے دے ۔ د داخله چارو وزير مملكت طلال چوهدري اسلام آباد ته په راتګ د بحرېن د داخله وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته …
د بحرين داخله وزير ليفټيننټ جنرل راشد بن عبد الله الخليفه په 3 ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د بحرېن د كورنيو چارو وزير ليفټيننټ جنرل راشد بن عبد الله الخليفه د پاكستان خپل همڅنګ محسن نقوي په بلنه په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رارسېدلے دے ۔ د داخله چارو وزير مملكت طلال چوهدري اسلام آباد ته په راتګ د بحرېن د داخله وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس يوې چټك ډلې ګران مېلمه ته سلامي وكړه۔ په دې موقع د بحرين د كورنيو جارو وزير د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادر خپورولو سره يې فاتحه خواني وكړه۔ د خپلې دورې په مهال به ګران مېلمه د پاكستان قيادت سره ملاقاتونه كوي٬ د داخله وزارت وياند له مخې ګران مېلمه به د پاكستان مونومنټ دوره هم كوي۔ د دورې مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د بشري قاچاق٬ د نشه اي توكو مخنيوي٬ سكيورټي او د ترهګرۍ مخنيوي په څانګو كښې مرستې ته وده وركول دي







