د ميجر عدنان اسلم شهيد د جنازې مونځ په پېنډۍ كښې ادا كړے شو٬ د وزيراعظم او د پوځ سرلښكر په جنازه كښې ګډون

پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) په كمبائنډ ملټري هسپتال (سي اېم اېچ) كښې د درملنې په مهال د شهيد شوي مېجر عدنان اسلم د جنازې مونځ د پېنډۍ په چكلاله سيمه كښې ادا كړے شو ٬ شهيد شوي مېجر عدنان اسلم په 2 ستمبر په بنو كښې د بريد په مهال د هندي پراكسي فتنه الخوارج په مړانه مقابله كړې وه۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي …

پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) په كمبائنډ ملټري هسپتال (سي اېم اېچ) كښې د درملنې په مهال د شهيد شوي مېجر عدنان اسلم د جنازې مونځ د پېنډۍ په چكلاله سيمه كښې ادا كړے شو ٬ شهيد شوي مېجر عدنان اسلم په 2 ستمبر په بنو كښې د بريد په مهال د هندي پراكسي فتنه الخوارج په مړانه مقابله كړې وه۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ وزير اعظم شهباز شريف، د دفاع وزير خواجه آصف، د اطلاعات وزير عطاء تارړ، د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير، حاضر سروس پوځي او سول افسرانو سره سره د شهيد كورنۍ د جنازې په مونځ كښې ګډون وكړو ٬ مېجر عدنان اسلم (عمر31 كاله) د خپلو ځوانانو په فرنټ مشري كولو سره په ځانګرې مړانه شهيد شو۔ وزيراعظم د شهيد مړانې ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل نن مونږ د دې خاورې يو مېړنے او تورزن ځوان د لاسه وركړے د چا همت او قرباني چې به تل زمونږ په زړونو كښې نقش وي،دا پوخ عزم، وطن سره مينه او د قربانۍ نه ماتېدونكې جذبه د پاكستان ښه نمائندګي كوي٬ د شهيد ميجر عدنان شهادت د دې خبرې ګواهي ده چې پاك پوځ د هر ډول ترهګرۍ لعنت خاتمې له عزم لري٬ شهيد مېجر عدنان اسلم به د بشپړ پوځي اعزاز سره خپل پلرني كلي كښې خاورو ته سپارلې شي۔

مزید خبریں