پاكستان او قازقستان د ستراتيجيكي همكارۍ لا مضبوطولو د عزم پخلے ٬ د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار د قازقستان خپل همڅنګ مرات نورتيلو سره د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه وړاندې څرګندونې

اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) پاکستان او قازقستان د ستراتيجيكي همكارۍ مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے چې مقصد يۍ په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې نوو لوړو بامونو ته رسول دي۔ د پلاويو په كچه خبرو څخه وړاندې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار او د هغه د قازقستان خپل همڅنګ مرات نورتیلو په متفقه توګه تجارت، معیشت او نورو مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو …

اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) پاکستان او قازقستان د ستراتيجيكي همكارۍ مضبوطولو د عزم پخلے كړے دے چې مقصد يۍ په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې نوو لوړو بامونو ته رسول دي۔ د پلاويو په كچه خبرو څخه وړاندې نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار او د هغه د قازقستان خپل همڅنګ مرات نورتیلو په متفقه توګه تجارت، معیشت او نورو مهمو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو د عزم پخلے وكړو۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا لوړو بامونو ته د رسولو ګنجائش موجود دے۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه او دې څخه بهر په خاص توګه په منځني آسيائي رياستونو كښې د امن ٬ استحكام ٬ پرمختګ او سوكالۍ ملاتړ كوي۔ قازقستان سره مضبوطه همكارۍ كښی د پاكستان خوښي تكرارولو سره نائب وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه په يو شمېر سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ او خيالات لري۔ ده ووئيل مونږ د روان كال په نومبر مياشت كښې د قازقستان صدر د پاكستان دورې ته سترګې په لاره يوو او د پلاوي په كچه د خبرو مقصد د دورې تفصيلي پروګرام ته حتمي شكل وركول دي۔ د قازقستان نائب وزيراعظم مرات نورتېلو په دې موقع ووئيل زمونږ هېواد پاكستان سره اړيكو لا پراخا كولو له چمتؤ دے۔ هغه په اسلام آباد كښې حكومتي عهدېدارو او كاروباري شخصيات سره د خبرو حواله وركولو سره ووئيل دواړو اړخونو دوه اړخيزه اړيكو ته ودې وركولو له د شريكې خوښې په يو شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قازقستان نائب وزیراعظم هيله ولرله چې د قازقستان د صدر دوره به يو نوے سنګ ميل ثات شي او دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي شي

مزید خبریں