اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) پاکستان او چین د خلا بازو تربيه او د پاكستان سپېس سېنټر جوړولو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كړے دے۔ دا لوظنامه د دواړو هېوادونو ترمينځه په بيجنګ كښې د ترسره شوې 5 كلنه’’اېکشن پلان (2025-2029) پاک-چین نزدې اړيكو برخه ده۔ دواړو هېوادونو د دې تصديق هم كړے چې هغه به د 2021-2030 په ’’سپیس کوآپریشن آؤټ لائن پروګرام‘‘ هم عملدرآمد جاري ساتي په كوم …
د پاكستان او چين په ګډه د سپيس سينټر جوړولو او د خلا بازو په تربيه اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) پاکستان او چین د خلا بازو تربيه او د پاكستان سپېس سېنټر جوړولو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق كړے دے۔ دا لوظنامه د دواړو هېوادونو ترمينځه په بيجنګ كښې د ترسره شوې 5 كلنه’’اېکشن پلان (2025-2029) پاک-چین نزدې اړيكو برخه ده۔ دواړو هېوادونو د دې تصديق هم كړے چې هغه به د 2021-2030 په ’’سپیس کوآپریشن آؤټ لائن پروګرام‘‘ هم عملدرآمد جاري ساتي په كوم چې د نېشنل سپېس اېډمنسټرېشن او د پاکستان سپېس اېنډ اپر اېټموسفیئر ریسرچ کمېشن ترمينځه لاس ليك شوے ؤ۔ په اېكشن پلان كښې د خلا بازو په ګډه ټاكنه او د تربيې شق هم شامل دے۔ د پلان مهمه برخه د پاكستان سپېس سېنټر په جوړولو روان مشاورت دے۔ دواړه هېوادونه دې ته هم سلاح شول چې پاکستان ته به د چین د ارتھ آبزروېشن سسټم نړيوال ورژن ته لاس رسنه وركولې شي چې ورسره به عصري ریموټ سېنسنګ او سېټلائټ ټېکنالوجیز كارولو له مرسته ترلاسه شي







