اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ایتھوپیا تاریخی اړيكو لا مستحكمولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو د شريكو وسائلو په زېركتيا كارول د سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي٬ پاكستان او ايتھوپيا پخوانۍ تجارتي او كلتوري اړيكې لري كومې چې د پاکستان’’لُک افریقه پالیسی‘‘ لاندې د نوې ولولې او جذبې سره وده مومي۔ د دې خيالاتو …
د سينيټ چيئرمين د پاكستان او ايتھوپيا تاريخي اړيكو مستحكمولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او ایتھوپیا تاریخی اړيكو لا مستحكمولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو د شريكو وسائلو په زېركتيا كارول د سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي٬ پاكستان او ايتھوپيا پخوانۍ تجارتي او كلتوري اړيكې لري كومې چې د پاکستان’’لُک افریقه پالیسی‘‘ لاندې د نوې ولولې او جذبې سره وده مومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ځايي هوټل كښې د ایتھوپیا د نوي كال او اتحاد ورځې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده د ایتھوپیا د كاميابو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د شريكو وسائلو په غوره ډول كارول د سوكالۍ نوې دروازې پرانستلې شي۔ ده ووئيل پاكستان او ايتھوپيا پخوانۍ تجارتي او كلتوري اړيكې لري كومې چې د پاکستان’’لُک افریقه پالیسی‘‘ لاندې د نوې ولولې او جذبې سره وده مومي۔ ده ووئيل اول د وزيراعظم او اوس د سېنېټ چيئرمېن په حېث زما دا ذاتي هڅه پاتې شوې چې د جنوب۔جنوب مرستې ته وده وركړې شي۔ دې مقصد لپاره سېنېټ د روان كال په مهال خصوصي غونډه كړې وه كومه كښې چې د پاكستان -افریقه فرېنډشپ ډے ولمانځلې شوه۔ په دې موقع ده د روان كال په نومبر مياشت كښې په اسلام آباد كښې د كېدونكي انټرپارلېمنټری سپیکرز کنفرنس ذكر هم وكړو او په دې كښې يۍ د ایتھوپیا پارلیمانی لارښودو ته هركلي وئيلو كښې خوښي ولرله۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان او ايتھوپيا اولسي اړيكو مضبوطولو كښې د ايتھوپيا د سفير ډاكټر جمال بېكر خذمات وستائېل۔ په دې موقع به پاكستان كښې د ايتھوپيا سفير ډاكټر جمال بېكر هم دستورې ته خطاب وكړو ۔ ده د پاكستان –افريقه اړيكو ته ودې وركولو كښې د سید یوسف رضا ګیلانی د وژنری مشرتابه ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ایتھوپیا د پاکستان ’’لُک افریقه پالیسۍ‘‘ لاندې د اداره جاتي همكارۍ او باضابطه مكالمې د لارې دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو له خوښي لري۔







