اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ټيکس وركوٶنكو ډاډګيرنې لپاره د انکم ټيکس او سيلز ټيکس وركوٶنكو ډائريکټري زر تر زره د بشپړولو امر كولو سره وئيلي دي په باقاعدګۍ سره ټېكس وركوونكې ذمه وار وګړي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په اېف بي آر كښې د جاري اصلاحات په …
وزيراعظم شهباز شريف د انکم ټيکس او سيلز ټيکس وركوٶنكو ډائريکټري زر تر زره د بشپړولو٬ د ټېكس غلو شناخت لپاره د نجي څانګې د خدمات ترلاسه كولو هم امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ټيکس وركوٶنكو ډاډګيرنې لپاره د انکم ټيکس او سيلز ټيکس وركوٶنكو ډائريکټري زر تر زره د بشپړولو امر كولو سره وئيلي دي په باقاعدګۍ سره ټېكس وركوونكې ذمه وار وګړي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په اېف بي آر كښې د جاري اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، عطاء تارړ، ډاکټر مصدق مسعود ملك، سېنېټر اورنګزيب، علي پروېز ملك او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم د ټيکس وركوٶنكو ډاډګيرنې لپاره د انکم ټيکس او سيلز ټيکس وركوٶنكو ډائريکټري زر تر زره د بشپړولو امر كولو سره ووئيل په باقاعدګۍ سره ټېكس وركوونكې ذمه وار وګړي د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير كردار لوبوي۔ ده ووئيل د ټېكس وركوٶنكو ډاډګيرنه او د ټېكس غلو ته سزا وركول به د ټېكس نيټ پراخه كولو لپاره ګټور وګرځي۔ وزيراعظم اېف بي آر ته ټېكس وركوٶنكو لپاره کاروبار دوست ماحول او هر ډول ممكنه سهولت وركولو او د ټېكس غلو شناخت او هغوي څخه د ټېكس وصولۍ لپاره د پروفيشنلز خدمات ترلاسه كولو امر وكړو۔ ده ووئيل د ټېكس غلا كوونكو كسانو او كمپنو شناخت لپاره دې نه يوازې په اېف بي آر كښې موجود افرادي قوت څخه بلكې د نجي څانګې خدمات هم ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم د حکومت لخوا د ټېكس غلو په ضد د اقدامات په اړه د اولس خبرولو لپاره د كمپائن چلولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل په کسټم کليئرنس كښې دې مس ډيکليريشن او د انډر انوائسنګ د تھرډ پارټۍ جاج لپاره بهر هېوادونو څخه غوره آډيټرز وټاكلے شي، د تھرډ پارټي جاج اغستل دې جاري وساتلې شي دغسې چې په سسټم كښې خامۍ په ګوته كړې شي او ښه والے راشي ۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د ټيکس غلو شناخت لپاره اقدامات، د ټيکس وركوٶنكو ډائريکټري او په محصولات كښې اضافې لپاره د سپر آډيټرز د لارې په شوو اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د انکم او سيلز ټيکس وركوٶنكو ډاډګيرنې لپاره د ټيکس وركوونكو د ډائريکټرۍ بشپړولو كار په تندۍ سره روان دے، په کسټم کليئرنس كښې مس ډيکليريشن او د انډر انوائسنګ د تھرډ پارټي جاج اغستو له يو سائنټفك آډټنګ نظام ترتيب كړے شوے چې له مخې ئې د سپر آډيټرز تعين شوے دے چا چې د کسټم کليئرنس او د رسك مينجمنټ سسټم تفصيلي جاج اخستے دے ٬ دې جاج اغستو څخه مرتب كړې نتيجې به د رسك مينجمنټ سسټم كښې بهترۍ لپاره استعمالولې شي۔







