د قامي اسمبلۍ سپيكر سره د بحرين شوریٰ كونسل غړي ډاكټر عادل عبدالرحمان المعوده ملاقات٬ د دوه اړخيزه اړيكو پشمول شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بحرين شوریٰ كونسل غړي او د قانون ساز او قانوني چارو كمېټۍ نائب مشر ډاكټر عادل عبدالرحمان المعوده د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك-بحرين دوه اړخيزه اړيكو د پشمول شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سپيكر مېلمنو سره خبرو كښې ووئېل پاكستان او …

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بحرين شوریٰ كونسل غړي او د قانون ساز او قانوني چارو كمېټۍ نائب مشر ډاكټر عادل عبدالرحمان المعوده د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك-بحرين دوه اړخيزه اړيكو د پشمول شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع سپيكر مېلمنو سره خبرو كښې ووئېل پاكستان او بحرين د ورورولۍ اړيكې لري٬پاكستان دې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د دواړو هېوادونو پارليمانونو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور راوړو ا۔ ده ووئېل په پارليماني كچهد رابطو ودې څخه د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته رانزدې كولې شي٬پاكستان كښې بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي٬د بحرين سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ څخه استفاده كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر بحرين كښې مېشته پاكستانيانو ته په ښو آسانيو وركولو د بحرين حكومت مننه وكړه۔د بحرين شوریٰ كونسل غړي او د قانون سازۍ او قانوني چارو كمېتۍ نائب مشر ډاكټر عادل عبدالرحمان المعوده د قامي اسمبلۍ سپيكر د بحرين په اړه تاثرات وستائېل او وې وئېل بحرين پاكستان سره زړو اړيكو ته قدر په نظر ګوري ۔بحرين كښې مېشته پاكستانيان د بحرين تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ادا كوي٬ بحرين پاكستان سره د اړيكو لا مستحكم ولو له خوښي لري۔

مزید خبریں