اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د اسلام آباد د لري يونين كونسل پنډ بېګوال د لسو سركاري سكولونو دوره كړې او د بوټې په نالولو يې د وزيراعظم وژن له مخې ٬ "يوه لور يو بوټې" شجركارۍ د كمپائن په رسمي توګه پرانسته كړې٬ دې كمپائن له مخې د بېلا بېلو سيمو پشمول پنډ بيګوال، ډنه، اټھال، سهاله، جنداله، …
د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر په كليوالو سيمو كښې د سكولونو دوره٬ د “يوه لور يو بوټي” شجركارۍ د كمپائن پرانسته

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د اسلام آباد د لري يونين كونسل پنډ بېګوال د لسو سركاري سكولونو دوره كړې او د بوټې په نالولو يې د وزيراعظم وژن له مخې ٬ “يوه لور يو بوټې” شجركارۍ د كمپائن په رسمي توګه پرانسته كړې٬ دې كمپائن له مخې د بېلا بېلو سيمو پشمول پنډ بيګوال، ډنه، اټھال، سهاله، جنداله، بين ناله، پلالي او د ميرا بيګوال په اسلام آباد ماډل سكولونو كالجونو كښې بوټي نال كړے شوي٬ د شجرکارۍ دې كمپائن مقصد نه يوازې ماحولياتي شعور رامخې ته كول دي بلكې زده كوٶنكي٬ استاذان او ځائي كميونټي په دې قامي مقصد كښې شاملول هم دي۔ په دې موقع وجيهه قمر ووئيل “يو بوټې د هر لور په نامه٬ يو بوټې د هر مور په نامه او يو بوټې د هر شهيد په نامه” دا پېغام د هر پاكستاني زړه ته نزدې دے٬ دې ووئيل مونږ د خپل كمپائن پرانسته د لرې او پسمانده سيمه څخه كړې دغسې چې پېغام واضحه وي چې دا كمپائن هر پاكستاني لپاره دے۔ وزير مملکت ووئيل نوټي نالول يوازې يو علامتي عمل نه دے بلكې قامي ذمه واري ده، بايد هر وګړے د لږ نه لږ يو بوټے نال كړي دغسې چې مونږ راتلونكې كول له يو خوندي او صحت مند ماحول وركړو۔ په دې موقع وزيرمملكت د سكولونو، استاذانو او د زده كوٶنكو د كردار ستائنه هم وكړه۔ د دستورې په پائې كښې زده كوٶنكو٬ استاذانو او ځائي اولس د بوټو نالولو او د دې د پالنې لوظ وكړو







