اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلې دي مينو فيکچرنګ په قامي معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري٬ په اوسنۍ نړۍ كښې مسابقت ډيجيټل ټيکنالوجۍ سره مشروط دے٬ پاكستان له به په نړيوال سپلائي چين كښې پاتې كېدو لپاره جدت خپلول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د "ري ډيفائننګ ډيجيټل مينوفيکچرنګ" انټرنيشنل …
مينوفيکچرنګ په قامي معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري٬ په اوسنۍ نړۍ كښې مسابقت ډيجيټل ټيکنالوجۍ سره مشروط دے،رانا تنوير حسين

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د فوډ سکيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلې دي مينو فيکچرنګ په قامي معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري٬ په اوسنۍ نړۍ كښې مسابقت ډيجيټل ټيکنالوجۍ سره مشروط دے٬ پاكستان له به په نړيوال سپلائي چين كښې پاتې كېدو لپاره جدت خپلول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ اسلام آباد كښې د “ري ډيفائننګ ډيجيټل مينوفيکچرنګ” انټرنيشنل سمټ ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې كړې د كوم تابيا چې اوکټو ټيکنالوجي سوليوشنز كړے وه۔ رانا تنوير حسېن ووئيل حكومت صنعتي جديد کاري او ډيجيټل ټرانسفارميشن د معاشي لائحې ستن ګرځولې ده٬ پاکستان د ډيجيټل اتھارټۍ په قامي ماسټر پلان او د انډسټري 4.0 په وده كار كوي۔ ده ووئيل د نيشنل ايرو سپېس سائنس اينډ ټيکنالوجي پارك پاکستان د جديد تحقيق مركز جوړوي٬ ډيجيټل پاکستان انيشي ايټو ځوانانو لپاره د روزګار نوې موقعې رامخې ته كوي۔ ده ووئيل اوکټو ټيکنالوجي سوليوشنز په ځائي توګه په ډيجيټل مينوفيکچرنګ كښې قائدانه كردار لوبوي، دې سره تھري ډي سکيننګ او ډيجيټل پروټو ټائپنګ د لارې په صنعت كښې تشه ډكېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان سباٶن ټيکنالوجي، جدت او مسابقت خپلولو كښې دے







