د تجارت وزارت اقدامات په سبب هېواد كښې د تجارت وده د سرمايه كارو او كارورباريانو په حكومت د باور څرګندونه ده

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د تجارتي وژن له مخې هېواد كښې د تجارتي هلو ځلو ودې لپاره د تجارت وزارت لخوا يو شمېر مهم اقدامات پورته كړې شوي دي چې په سبب ئې په هېواد كښې د تجارت وده د سرمايه کارو او د کاروباريانو په حكومت د باور څرګندونه ده٬ موجوده حكومت په ګرد هېواد كښې د تجارت ودې او په برامدات …

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د تجارتي وژن له مخې هېواد كښې د تجارتي هلو ځلو ودې لپاره د تجارت وزارت لخوا يو شمېر مهم اقدامات پورته كړې شوي دي چې په سبب ئې په هېواد كښې د تجارت وده د سرمايه کارو او د کاروباريانو په حكومت د باور څرګندونه ده٬ موجوده حكومت په ګرد هېواد كښې د تجارت ودې او په برامدات كښې اضافې لپاره د تجارت وزارت بشپړه مرسته روانه ساتلې ده٬ د تجارت وزارت او د وفاقي وزير جام کمال خان د ستړو په سبب ځائي او د نړيوالو كاروباريانو او ادارو اعتماد زيات شوے دے۔ د وفاقي وزير جام کمال لخوا په ټولو څانګو كښې د كاروباري شخصيات د مسئلو حل كولو سلسله جاري ده ٬ د دې نه علاوه د ځائي سوداګرو بهرنۍ تجارتي نمائندګي هم زياتوٶ چې ورسره به معاشي هلو ځلو سره سره د هېواد په معيشت هم په زړه پورې اثرات مرتب شي٬ د كومو چې اوسنے مثال په بهر هېوادونو كښې د پاکستانو وريژو ډاډګيرنې لپاره د روډ شو تابيا هم شامله ده۔ د دې نه علاوه د تجارت وزير د خپلې دورې په مهال بنګله ديش انويسټمنټ ډويلپمنټ اتھارټي، نيشنل بورډ آف ريونيو ، ټريډنګ کارپوريشن آف بنګله ديش او د ټريډ اينډ ټېرف کميشن اعليٰ چارواكو سره ملاقاتونه شوي چې مقصد ئې كاروباري هلو ځلو ته ودې وركولو سره سره د دوړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي حجم كښې اضافه ده۔ جام کمال د بنګله ديش چارواكو سره د كال 2005 نه وروستو غېر فعاله پاتې شوے مشترکه اکنامك کميشن د بيا فعاله كولو هم پرېكړه كړې ٬ د دې نه علاوه د مشترکه ټريډ کميشن جوړولو او د حلال فوډ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته هم سلاح يوه شوې٬ د موجوده حکومت د كاروبار دوسته پاليسو په سبب د ځائي او نړيوالو کاروباري شخصيات باور كښې اضافه شوې او په هېواد كښې كاروباري هلو ځلو كښې زياتوالے رامخې ته كېږي٬ په ځائي كچه د بېلا بېلو نندارتونونو تابيا او په دې كښې د اولس ګډون د دې خبري عكاسي كوي چې معيشت په سم لوري روان دے۔

مزید خبریں