د عدالتي اصلاحات په سبب د ځنډ ښكار مقدمو بېك لاګ كم شوے٬ د چيف جسټس آف پاكستان جوډيشل كانفرنس ته خطاب

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيې افريدې وئېلې دي د عدالتي اصلاحات ٬ سپېځلتيا او د جديد ټېكنالوجۍ په كارولو په وخت د انصاف وركړې ته اول پام لرنه كوو٬ په حاضر وخت كښې د مصنوعي زېركتيا كارول ضروري دي ٬ د عدالتي اصلاحات په سبب د ځنډېدونكو مقدمو په شمېر كښې خواطر خواه كمے راغلو ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيې افريدې وئېلې دي د عدالتي اصلاحات ٬ سپېځلتيا او د جديد ټېكنالوجۍ په كارولو په وخت د انصاف وركړې ته اول پام لرنه كوو٬ په حاضر وخت كښې د مصنوعي زېركتيا كارول ضروري دي ٬ د عدالتي اصلاحات په سبب د ځنډېدونكو مقدمو په شمېر كښې خواطر خواه كمے راغلو ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سپرېم كورټ كښې د كلنه رخصتيو نه پس د عدالتي كال په پېل كېدو تابيا كړي جوډيشل كانفرنس مشرۍ په مهال وكړه۔ كانفرنس كښې د سپرېم كورټ ججز٬ د هائي كورټس ججز سره سره اټارني جنرل منصور عثمان اعوان ٬ د پاكستان بار كونسل او سپرېم بار ايسوسي ايشن عهدېدارو ګډون وكړو۔ چيف جسټس ووئېل د دې روايت پېل د 1970 د لسيزې نه شوے ؤ او د 2004 نه دا په رسمي ټوګه نمانځلې شي۔ هغه ووئېل دا موقع ده چې عدليه د خپلې كاركردګۍ جاج واخلي او د راتلونكې كال اهداف وټاكي۔ د عدالتي اصلاحات په اړه چيف جسټس ووئېل د عهدې تر لاسه كولو نه پس د اصلاحات ضرورت محسوس كړے شو او 5 نكاتي اصلاحاتي عمل پېل كړے شو٬ سپرېم كورټ كښې ډيجيټل فائلنګ او سروسز پېل كړے شوے ۔ ده ووئېل د انصاف په نظام كښې د مصنوعي زېركتيا كارول پكار دي خو مونږ لا دا وخت دې ته په بشپر توګه چمتو نه يوو۔ هغه ووئېل 61 زره فائلونه به ډيجيټلي سكېن كولې شي او دا پروژه به په 6 مياشتو كښې تر سره كېږي۔ د مقدمو فهرست بندي (فكسنګ ) به په سباون كښې د منصوني زيركتيا د لارې كولې شي او د ډيجيټل سكېن پراجېكټ په كاميابۍ به بيا عدالت كښې د مصنوعي زېركتيا رسمي كارول پېل شي۔ ده ووئېل د سپېځلتيا لپاره د دننه آډت عمل هم پېل كړے شوے دغسې چې د ادارې كاركرګي لا ښه كړې شي ۔ په سپرېم جوډيشل كونسل كښې د ججز خلاف د 64 شكايتونو پرېكړه شوې ده او 72 شكايتونه د رائے لپاره ممبرز ته لېږلې شوي دي۔ د روانې مياشت تر آخر به د سپريم جوډيشل كونس ميټنګ كېږي او پاتي 65 كېسونه به هم ججز ته وركړې شي ۔ چيف جسټس ووئېل زما سره د امنيت 9 ګاډي تعينات وو هغه په كمولو ما تر 2 ګاډو محدود كړې دي۔

مزید خبریں