اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداری د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې په يوه خصوصي دستوره كښې د متحده عرب امارات د نيول فورسز کمانډر سټاف میجر جنرل حميد الرمیشيی ته نشان امتياز (ملټري) وركړو۔ وروستو كمانډر سره د ملاقات په مهال صدر مملكت ووئيل ده ته دا اعزاز د غوره خذمات په اعتراف كښې وركړے شو۔ ده ووئيل د يو اے اي د …
صدر مملکت آصف علی زرداري لخوا حميد الرمیشيی ته نشان امتياز (ملټري) وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علي زرداری د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې په يوه خصوصي دستوره كښې د متحده عرب امارات د نيول فورسز کمانډر سټاف میجر جنرل حميد الرمیشيی ته نشان امتياز (ملټري) وركړو۔ وروستو كمانډر سره د ملاقات په مهال صدر مملكت ووئيل ده ته دا اعزاز د غوره خذمات په اعتراف كښې وركړے شو۔ ده ووئيل د يو اے اي د نېول فورسز كمانډر د پاكستان دوره د پاكستان او يو اے اي ترمينځه د تلپاتې ورورولۍ اړيكو عكاسي كوي۔ صدر مملكت په امن ډائيلاګ 25 او مشق امن 25 كښې د متحده عرب امات بحريه په فعاله ګډون د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده باو وركړو چې پاكستان نېوي په سباؤن كښی هم د يو اے اي د بحرين د افرادي قوت ضرورت ترسره كولو له چمتؤ دے۔ د متحده عرب امارات د نېول فورسز كمانډر صدر مملكت ته ووئيل چ زه پاكستان سره نزدې اړيكې لرم ٬ ده ووئيل ما پاكستان نېول اكېډمي كراچۍ څخه د ګرېجوېشن په مهال څلور كاله په پاكستان كښې تېر كړي دي۔ په دې موقع د دفاع وزير خواجه آصف ٬ د قامي اسمبلۍ پخوانے سپيكر راجه پروېز اشرف ٬ د سېنېټ پخوانے چيئرمېن نيئر حسېن بخاري او چيف آف دي نېول سټاف اېډمرل نويد اشرف هم موجود ؤ۔







