پاكستان كله هم د جارحيت لاره نه ده خپله كړې ٬ د هند او پاكستان ترمينځه تر ټولو لويه شخړه د كشمير ده٬ تر كومې چې كشمميرېان د ظلم سره مخ وي تر هغې وخت امن امكان نه لري : عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پاكستان كله هم د جارحيت لاره نه ده خپله كړې ٬ د هند او پاكستان ترمينځه تر ټولو لويه شخړه د كشمير ده٬ تر كومې چې كشمميرے اولس د ظلم سره مخ پاتې كيږي تر هغې وخت امن امكان نه لري ٬ د هند موجوده حكومت د اقليتونو ژوند اور سپور كړے دے٬ هند د …

اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پاكستان كله هم د جارحيت لاره نه ده خپله كړې ٬ د هند او پاكستان ترمينځه تر ټولو لويه شخړه د كشمير ده٬ تر كومې چې كشمميرے اولس د ظلم سره مخ پاتې كيږي تر هغې وخت امن امكان نه لري ٬ د هند موجوده حكومت د اقليتونو ژوند اور سپور كړے دے٬ هند د اقليتونو په غلي كولو پالېسۍ عمل كوي او پاكستان تل امن له خوښي لرلې ده۔ د ګل په ورځ د پخواني خارجه سېكرټري او سفیر اعزاز احمد چوهدري د تصنيف “Pakistan-India Relations–Fractured Past, Uncertain Future” مخكتنې دستورې ته خپل خطاب كښې د اعزاز احمد چوهدري پاكستان لپاره خذمات ستائېلو سره وفاقي وزير ووئيل اعزاز احمد چوهدري د پاكستان مضبوطې بيانيې په تشكيل كولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده د كتاب په چاپ كېدو اعزاز احمد چوهدري له مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ تېره ورځ د دفاع ورځ لمانځلې ده كومه چې مونږ ته هغه وخت رايادوي كله چې هند نه يوازې په پاكستان بلكې په ټوله منطقه د خپل بر لاسي په ځاے په كولو هڅه وكړه۔ هغه مهال قام يو موټے شو او زمونږ ځواكونو په مړانې سره نه يوازې دا چې د دښمن د بريد خله ماتې ځواب وركړو بلكې د خپل هېواد دفاع يۍ هم وكړه۔ ده ووئيل سفارتي هڅې هله كاميابېدې شي كله چې شخړې شخړې تسليم كړې شي۔ ده ووئيل د هند او پاكستان ترمينځه تر ټولو لويه شخړه د كشمير ده٬ تر كومې چې كشمميريان ظلم سره مخ وي تر هغه وخت امن امكان نه لري ٬ د هند موجوده حكومت د اقليتونو ژوند اور سپور كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل كله چې يو پاكستانے د خپل ځان قرباني وركوي نو دا يوازې پاكستان لپاره نه بلكې د نړۍ محفوظ كولو لپاره وركوي۔ له دې كبله پاكستان د يو ډھال او دېوال په توګه د ترهګرو او باقي نړۍ ترمينځه ولاړ دے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د پهلګام فالس فلېګ كارروائي په ډېرو كمزور بنيادونو ولاړه وه ٬ په پاكستان د ترهګرۍ د سرپرستۍ د دروغو تورونه ولګولے شول۔ ده ووئيل يو داسې هېواد كوم چې په معاشي توګه زيات زيان پورته كړے وي ٬ ٬ 90 زره څخه د زياتو قيمتي ځانونو قرباني يۍ وركړې وي ٬ څنګه په ترهګرۍ كښېلاس لرلې شي۔ ده ووئيل په اوسنۍ شخړه كښې هم دښمن لخوا جواز نه لرونكے بريد وكړو د كوم چې خله ماتې ځواب وركړے شو۔ ده ووئيل كه د كلبھوشن ياديو نيول وي يا په نړيوالو عدالتونو كښې د پاكستان د دريځ تائيد ٬ دا ټول د دې خبرې ثبوتونه دي چې پاكستان امن غواړي۔ ده ووئيل هند اوبه د وسلې په توګه كاروي ٬ د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي او په يو اړخيزه توګه د دې د ختمولو ناكامه هڅه وكړې شوې۔ ده ووئيل نړيوال ثالث عدالت او نورو ادارو دا په ډاګه كړې ده چې كومه لوظنامه په يو اړخيزه توګه منسوخ كېدې نه شي۔ ده ووئيل د اوبو په مسئله پاكستان خپله مقدمه په فعاله توګه وړاندې كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان تل د جمو وكشمير په اولس د روانو ظلمونو په ضد غږ پورته كړے دے۔ ده ووئيل دوه قومي نظريه د مخكښې په مقابل كښې اوس زياته مضبوطه ده۔ پاكستان د امن په لاره روان دے خو كه دښمن د بر لاسي او غلبې هڅه وكړه نو كه پاك پروردګار ته منظور ناكامۍ سره به مخ شي۔ ده ووئيل پاكستانے قام يو دے او پاكستان د ريښتيا او امن سره ولاړ دے۔

مزید خبریں