اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د متحده عرب امارات د سمندري پوځ کمانډر مېجر جنرل حمد الرمیثی ته دلته په ايوان صدر كښې په يو باوقاره دستوره كښې نشان امتياز (ملټري) وركړو۔ هغه ته دا اعزاز د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په اعتراف كښې وركړے شو۔ د ګل په ورځ په خصوصي دستوره كښې د دفاع وزير خواجه …
صدر مملکت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات د سمندري پوځ کمانډر میجر جنرل حمد الرمیثی ته نشان امتياز وركړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د متحده عرب امارات د سمندري پوځ کمانډر مېجر جنرل حمد الرمیثی ته دلته په ايوان صدر كښې په يو باوقاره دستوره كښې نشان امتياز (ملټري) وركړو۔ هغه ته دا اعزاز د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په اعتراف كښې وركړے شو۔ د ګل په ورځ په خصوصي دستوره كښې د دفاع وزير خواجه آصف ٬ اېډمرل نوید اشرف، سفارتکارو او د دواړو هېوادونو د سمندري پوځ اعلی او سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ هغه ته دا اعزاز د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه بحري همكارۍ ته ودې وركولو له د غېر معمولي هلو ځلو په اعتراف كښې وركړے شو۔ د متحدہ عرب امارات د بحری پوځ کمانډر مېجر جنرل حمد د پاکستان نېول اکېډمي فارغ التحصیل دے۔ هغه د پاكستان ډېر نزدے ملګرے دے او د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمينځه د پېشه ورو اړيكو مضبوطولو او دوه اړخيزه مرستې ته به وده وركولو كښی يې مهم كردار كردار ترسره كړے دے۔ صدر مملكت د هغه د كاميابو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د تړون او پېشه ورې همكارۍ مضبوطولو له د هلو ځلو په اعتراف كښې هغه ته نشان امتياز وركړو۔ دا ايوارډ د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي مرسته او په خاص توګه په بحري څانګه كښې د پخوانو او مضبوطو پوځي اړيكو عكاسي كوي







