د بحریه ورځ مونږ ته د خپلو بحري جانبازانو د جرأت او قربانیو یادګېرنه كوي ، د بلاول بھټو زرداري په یوم بحریه پیغام

اسلام آباد۔8ستمبر (اے پي پي) د پیپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري وئېلې دي د بحریه ورځ مونږ ته زمونږ د بحري جانبازانو د جرأت او قربانیو یادګېرنه كوي ،شهیدې بینظیر بھټو د جدید ټیکنالوجۍ د لارې بحریه مضبوطه كړه او په منطقه كښې د امن و سلامتیا وژن يې وړاندې كړو ۔ د ګل په ورځ په یوم بحریه خپل پیغام كښې هغه د پاک نیوي مېړنو افسرانو او …

اسلام آباد۔8ستمبر (اے پي پي) د پیپلز پارټي چیئرمین بلاول بھټو زرداري وئېلې دي د بحریه ورځ مونږ ته زمونږ د بحري جانبازانو د جرأت او قربانیو یادګېرنه كوي ،شهیدې بینظیر بھټو د جدید ټیکنالوجۍ د لارې بحریه مضبوطه كړه او په منطقه كښې د امن و سلامتیا وژن يې وړاندې كړو ۔ د ګل په ورځ په یوم بحریه خپل پیغام كښې هغه د پاک نیوي مېړنو افسرانو او ځوانانو ته سلام او شهدا ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل د پاکستان نیوي د مورني هېواد د بحري سرحدونو عمر له په ځانګړې بهادرۍ دفاع کړې ، د 1965 په جنګ كښې پاک نیوي د ګران وطنِ دفاع كښې تاریخ ساز کارنامې تر سره كړي۔ هغه ووئېل د 1965 په جنګ كښې آپریشن سومناتھ بشمول د پاک نیوي تاریخي کامیابۍ د قام لپاره د وياړ باعثِ دي ، قائدِ عوام شهید ذوالفقار علي بھټو او شهیدې محترمه بینظیر بھټو عمر له د يوې مضبوطې او جدیدې بحریه خوب ليدلو ، د هېواد د وړومبي ټاكلي وزیراعظم بھټو شهید د پاکستان د خودانحصارۍ دفاع بنیاد په ایټمي پروګرام اېښودے ، هغه ووئېل شهیدې بینظیر بھټو د جدیدې ټیکنالوجۍ د لارې بحریه مضبوطه كړې او منطقه كښې د امن و سلامتیا وژن يې وړاندې كړے۔ هغه ووئېل پاکستان نیوي په تېرو كلونو كښې يو ځل بيا د خپل پیشه ورہ مهارت او صلاحیت څرګندونه كړې ،زمونږ نیوي د هند سره د اوسني تاو تريخوالي په مهال په کامیابۍ سره د پاکستان د سمندري خودمختارۍ دفاع وكړه ، پاک نیوي د سمندري محافظ په حیث سره د تجارتي لارو سلامتیا او د منطقې په اوبو كښې د امن ساتلو لپاره هم فعاله ده ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل نن چې مونږ د پاکستان نیوي اتلانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوو نو مونږ له يو لوظ پكار دے چې په هر ممکن ډول به خپل وسله وال ځواكونه مضبوطوو او د دوي مرسته به كوو

مزید خبریں