اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)ته د سيلابي صورتحال په لړ كښې د مرستې كاروائيو تيارۍ د بشپړولو هدايت كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا هدايت ده د ګل په ورځ په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او جاري رېسكيو او مرستې كاروائيو په اړه د جاج اغستو غوندې مشرۍ كولو …
وزيراعظم محمد شهباز شريف اين ډي ايم اے ته سېلابي صورتحال په لړ كښې د مرستې كاروائيو لپاره د چمتوالي تر سره كولو هدايت

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)ته د سيلابي صورتحال په لړ كښې د مرستې كاروائيو تيارۍ د بشپړولو هدايت كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا هدايت ده د ګل په ورځ په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او جاري رېسكيو او مرستې كاروائيو په اړه د جاج اغستو غوندې مشرۍ كولو په مهال وكړو ۔په غونډه كښې د اين ډي ايم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په ټول هېواد كښې په دريابونو كښې د سېلاب٬ د سېلاب چبو موجوده صورتحال او سېلاب څخه د ځپلو ښارونو لپاره د مرستې كاروائيو په اړه بريفنګ ورګړو۔وزيراعظم اين ډي ايم اے ته په هېواد كښې روانې د مرستې كاروائيو تندولو او د زياتېدونكې شوې سېلابي صورتحال مخ نيوي له د مرستې كاروائيو لپاره د چمتوالي بشپړولو هدايت وكړو ۔ده دريابونو څخه د اړوندو ودانيو او ممكنه خطرو څخه ځپلو سيمو كښې د پيشګۍ خبرتيا او په وخت انخلا په اړه هم د چمتوالي نيولو او اين ډي ايم اے ته صوبائي حكومتونو او صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټو سره د بشپړه مرستې برقرار ساتلو هدايت وكړو ۔وزيراعظم امر وكړو چې سېلاب كښې د بې دركه كسانو د لټون عمل تند كړئ۔وزيراعظم ته په هېواد كښې د سېلاب له امله د كډه كولونكو او رېسكيو كاروائيو په اړه هم بريفنګ وركړے شو ۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم چناب ٬راوي او ستلج درياب كښې د تريمو بيراج٬پنجند بيراج٬هيډ بلوكي٬هيډ سدهنائي٬ګنډا سنګھ والا٬هيډ سليمانكي او هيډ اسلام كښې د سخت سېلابي صورتحال نه هم خبر كړے شو ۔بريفنګ كښې ووئېل شول سېلاب ځپلو سيمو لپاره د مرستې سامان پرله پسې لېږلې كيږي







