اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د پارلېمان دروازې د ټولو پوهنتونونو محققينو او زده كوؤنكو لپاره پرانستې پرتې دي٬ د تعليم ادارو او پارلمان ترمينځه نزدې تړون به ادارو لپاره ګټور وي٬ د هائیر اېجوکېشن کمېشن او پوهنتونونو ترمينځه د مسئلو حل كولو له به قانون سازي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته " په …
د پارلېمان دروازې د ټولو پوهنتونونو محققينو او زده كوؤنكو لپاره پرانستې پرتې دي: د قامي اسمبلۍ سپيكر

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د پارلېمان دروازې د ټولو پوهنتونونو محققينو او زده كوؤنكو لپاره پرانستې پرتې دي٬ د تعليم ادارو او پارلمان ترمينځه نزدې تړون به ادارو لپاره ګټور وي٬ د هائیر اېجوکېشن کمېشن او پوهنتونونو ترمينځه د مسئلو حل كولو له به قانون سازي كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته ” په پارلمان تدريس ٬ تحقيق او تحرير” سره د اړوند قامي كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په كال 2015 كښې په اولني ځل دا كنفرنس شوے ؤ ۔ په كال 2015 كښې په كنفرنس كښې 25 پوهنتونونو د پارلیمېنټري سټډیز په خپل نصاب كښې د شاملولو باور وركړے ؤ ۔ په قامي كنفرنس كښې د پوهنتونونو وي سيز ، رېکټرز، د كالجونو پرنسپلز او فېكلټي غړو ګډون كولو۔ سردار ایاز صادق ووئيل د پارليمان او تعليمي ادارو ترمينځه مضبوطې اړيكې د قامي پرمختګ ضمانت دے۔ سپیکر ووئيل په كال 2015 كښې په قامي اسمبلۍ كښې انټرن شپ پروګرام پېل كړے شو دغسې چې زده كوؤنكې قانون سازۍ او پارليماني تګلارې څخه خبر كړې شي۔ ګرد هېواد څخه تعلق لرونكو زده كوؤنكو د دغې انټرن شپ پروګرام ستائنه وكړه۔ په دغه پروګرام كښې د وروستو پاتې سيمو سكولونو او كالجونو زده كوونكو ته خاص پاملرنه وكړې شوه۔ سپيكر ووئيل د پاكستان پارليمان د نړۍ تر ټولو وړومبے’’ګرین پارلیمان‘‘ جوړېدو اعزاز لري ٬ په كال 2015 كښې د پارليمان ټوله وداني په بشپړه توګه شمسي توان ته منتقل كړې شوه۔ ده ووئيل د پارليمان دروازې د ټولو پوهنتونونو محققينو او زده كوؤنكو لپاره پرانستې دي٬ د زده كړو ادارو او پارليمان ترمينځه نزدې تړون به ادارو لپاره ګټور وي۔ ده ووئيل پارليمان به پوهنتونونو سره په ګډه په بېلو سرخطونو سيمينارونه كوي۔ سپيكر ووئيل جېنډر مېن سټریمِنګ كمېټي او نور پارليماني كاكسز فعاله كردار ترسره كوي۔ په كنفرنس كښې د څلورو واړو صوبو ٬ آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان سپيكرانو ګډون وكړو۔ خېبر پښتونخوا اولنۍ صوبائي اسمبلي ده كومې چې د قامي اسمبلۍ په څير پارليماني كاكسز او فورمز جوړ كري دي۔ سپيكر ووئيل د نورو پوهنتونو وي سيز هم په دې كښې پروګرام كښې د شاملولو هڅې كولې شي۔ ده ووئيل د اېچ اي سي چيئرمېن به په راتلونكو غونډو كښې رابللې شي۔ ده د زده كوؤنكو د آئين او پارليماني تګلارې څخه خبرولو له وړاندېزونه وغوښتل۔ ده پوهنتونونو ته د پېښو مسئلو حل كولو كښې د مرستې باور وركولو سره ووئيل د هائر اېجوکېشن کمېشن او پوهنتونونو ترمينځه د مسئلو حل كولو له به قانون سازي كولې شي







