اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايكسچينج هنډرډ انډيكس 1 لك 56 زره پوانټس كچې څخه په زياتېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د پاکستان سټاک اېکسچېنج تاریخی كچې څخه زياتېدل د کاروباری ورورولۍ او سرمايه كارانو د حكومت په پالېسيو د باور څرګندونه ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل …
د وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايكسچينج هنډرډ انډيكس 1 لك 56 زره پوانټس كچې څخه په زياتيدو د اطمينان څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔8 ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د سټاك ايكسچينج هنډرډ انډيكس 1 لك 56 زره پوانټس كچې څخه په زياتېدو د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د پاکستان سټاک اېکسچېنج تاریخی كچې څخه زياتېدل د کاروباری ورورولۍ او سرمايه كارانو د حكومت په پالېسيو د باور څرګندونه ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل سره د هېواد د پرمختګ سفر د معاشي ډلې د خوارۍ له امله روان دے٬ په دې ورستيو كښې د چين نجي څانګې سره د پاكستان د نجي كمپنيو د اربونو ډالرو لوظنامې او د تفاهم يادښتونه لاس ليك شوي دي۔ وزیراعظم ووئيل په هېواد كښې سرمايه كاري زياتولو سره به كارخانې جوړې كړې شي ٬ برآمدات به زيات شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ ده ووئيل د هېواد معاشي څانګه كښې بهترۍ لپاره د معاشي ډلې هڅې دستائنې وړ دي۔







